ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

روسیې له اوکراین سره د اوربند لپاره خپلې غوښتنې امریکا ته وړاندې کړې

رویټرز خبري اژانس د دوو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې روسیې له اوکراین سره د جګړې پای ته رسولو لپاره خپلې غوښتنې امریکا ته وړاندې کړې دي.

په دې راپور کې نه ده روښانه شوې، چې مسکو کومې غوښتنې پخپل لېست کې شاملې کړې او یا د دې شرایطو له منلو مخکې به له کېيف سره د سولې خبرو اترو ته چمتو شي که نه.

د دې سرچینو له قوله، روسي او امریکایي چارواکو په تېرو درېیو اونیو کې د حضوري ناستو او انلاین خبرو له لارې دا شرایط څېړلي دي.

له دې وړاندې کریملین ویلي و، تر هغو چې د دې خبرو د پایلو په اړه معلومات نه وي ورکړل شوي، د امریکا له لوري د وړاندیز شوي ۳۰ ورځني بېړني اوربند د منلو او یا نه منلو په اړه تبصره نه کوي.

په سعودي عربستان کې د اوکرايني او امریکايي چارواکو ترمنځ له مذاکراتو وروسته کېیف د امریکا له لوري له روسیې سره د ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز ومانه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې د اوکراین حکومت د ۳۰ ورځني سملاسي اوربند وړاندیز منلی او اوس توپ د روسیې په ډګر کې دی.

د دې وړاندیز له منلو سره سم امریکا له اوکراین سره خپلې پوځي او استخباراتي مرستې بېرته پيل کړې دي.