ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټرمپ لیک په رسمي توګه ایران ته وسپارل شو

د متحده عربي اماراتو د ولسمشر سلاکار انور قرقاش تهران ته رسیدلی او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره یې لیدنه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلي قرقاش په دې کتنه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو لیک عراقچي ته سپارلی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره جمعه(د کب ۱۷مه) ویلي وو، چې خامنه‌ای ته یې لیک استولی او تهران یې د هستوي خبرو اترو لپاره بللی دی.

له دې وړاندې تسنیم خبري اژانس د ایران د مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي ویډیو خپروه کړې وه، چې له امریکا سره د خبرو اترو هر ډول امکان یې رد کړی او ټینګار یې کړی، چې د واشنګټن غوښتنې به ونه منل شي.

نوموړي ډونالډ ټرمپ ته په اشارې سره ویلي “ځینې حکومتونه او زورور شخصیتونه پر خبرو اترو ټینګار کوي، حال دا چې موخه یې د ستونزو حل نه دی، بلکې غواړي خپلې غوښتنې تحمیل کړي.”

ټرمپ تېره جمعه ویلي وو، غواړي له ایران سره یو نوی تړون وکړي، چې د دې هېواد د اټومي پروګرام د نور پرمختګ مخنیوی وشي.

نوموړي زیاته کړې وه، چې ایران به یې یا د خبرو لپاره وړاندیز مني او یا به د خپل اتومي پروګرام په نښه کولو خطر مني.

ایت الله علي خامنه‌اي بیا د شنبې په ورځ په غبرګون کې ویلي، چې ایران له هغو حکومتونو سره خبرو ته نه کېني، چې نور ځوروي.