ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

جوزجان او کونړ ولایتونو کې دوه شخړې حل شوي

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ د جوزجان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي غلام نبي صمیم د یاد ولایت مقام د هدایت پر اساس د متنفذو قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا یوه اووه کلنه جنجالي موضوع حل او د شخړې دواړې لوري یې د سولې په ټغر کښېنول.

یاد وزارت زیاتوي؛ دغه موضوع چې د نورزي او هوتک قومونو ترمنځ د جوزجان په آب ګرمي سیمه کې له اوو کلونو راهیسې د کرنیزو ځمکو او څړځایونو پرسر روانه وه، د یاد پلاوي د منځګړیتوب او زیاتو هڅو په پایله کې دواړه لوري اول یوې مرکې ته دعوت شول، د دواړو خواوو له رضایت، پوره غور او څېړنې وروسته د دوی ترمنځ د سولې او پخلاینې فیصله وشوه، چې پرمهال یې طرفینو ژمنه وکړه چې په یاده پرېکړه به عمل کوي او به یو بل ته خنډونه نه جوړوي.

همدارنګه د کونړ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسولینو په هڅو د یاد ولایت د پېچ درې ولسوالۍ په ننګلام بازار کې د یوې دردونکې پېښې له وجهې د یو تن د قتل پرسر رامنځته شوې بدي، چې د ښکېلو غاړو تر منځ د دُښمني سبب ګرځېدلې وه، د سیمه ییزو قومي مخورو او علماوو په همکاري او د یوې دودیزې مرکې په ترڅ کې حل شوه.

د دودیزې جرګې پرمهال مرکچي پلاوي، چې یاده موضوع یې پوره مطالعه کړې وه، د یوې منصفانه فیصلې پر بنسټ حل کړه او له دواړو لوریو یې غوښتنه وکړه، چې خپل اختلافات نور ختم کړي او د ورورۍ ژوند ته را وګرځي.

د قومي مشرانو او دیني عالمانو د منځګړیتوب په برکت دواړو خواوو له بدي لاس واخیست او د سولې او اخوت ژوند ته راضي شول.