د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت نن (پنجشنبه، د کب ۲۳مه) د بدخشان ولایت واخان سړک د دویم فاز چارو تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړ.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده وویل، دغه سړک ۷۱ کیلومتره اوږدوالی لري او کارونه به یې په چټکۍ سره پیل شي.
ملا محمد یونس اخوندزاده زیاته کړه، چې د واخان سړک د جوړولو بودجه د اسلامي امارت لهخوا ورکول کېږي.
د اسلامي امارت لخوا د دغه سړک د دویمې پړاو تړون په داسې حال کې لاسلیک شو، چې د واخان اوسیدونکي د تېرو حکومتونو پر مهال له پامه غورځول شوي وو او له اړینو اسانتیاوو څخه محروم پاتې وو.