د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني د ترستکو میدل ایست الماني شرکت له مسول دوکتور محمد درخشان سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د یاد وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې او د اوسپنیزې کرښې د مرستیالانو هم شتون درلود.
په یاده لیدنه کې د ترستکو میدل ایست شرکت مسول ویلي؛ موږ غواړو په افغانستان کې د سړکونو د جوړولو په برخه کې د کانونو په بدل کې د ۴۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت پانګونه وکړو او لیواله یو، چې د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت سره په ګډه کار وکړو.
د ټولګټو وزیر د ترستکو میدل ایست شرکت مسول ته د ښه راغلاست تر څنګ د دوی له ليوالتيا څخه مننه کړې او ویلي یې دي، دا مهال په افغانستان کې تر بل هر وخت امنيت ښه شوی او په بېلا بېلو برخو په ځانګړې توګه د سړکونو په برخه کې کورنيو او بهرنيو پانګوالو ته د پانګونې بشپړه زمينه برابره ده.
ملا محمد عیسی ثاني زیاته کړې؛ د غور–هرات او بادغیس–فاریاب سړکونو چې د افغانستان له مهمو سړکونو څخه شمېرل کیږي، یاد وزارت یې د رغولو پلان لري، په دې تړاو به د اسلامي امارت له رهبرۍ سره له سلا (مشورې) ترسره شي او د رهبرۍ له منظورۍ وروسته به له یادو سړکونو څخه د یو سړک د رغونې کار له تاسو سره قرارداد کړل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې يو شمېر نورو بهرنیو پانګوالو هم د هېواد د سړکونو او اوسپنيزې کرښې په برخه کې پانګونې ته ليوالتيا ښودلې وه.