د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان له مرستیالې موتیا مسکون او ورسره مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې چې د افغان کډوالو او داخلي بیځایه شوو پر وضعیت خبرې شوي.
میرمن موتیا مسکون د روان زیـږدیز کال لپاره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان کاري پلان له مولوي عبدالکبیر سره شریک کړی.
نوموړې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري ډول د افغان کډوالو پر ایستلو انديښنه څرګنده کړې او یادونه یې کړې، چې د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان هڅه کوي افغان کډوالو ته اړینې نقدي او غیرې نقدي مرستې ورسوي.
په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان مرستیالې زیاته کړې، چې د کډوالو نړیوال سازمان همدارنګه هوډ لري څو له پاکستان څخه د کډوالو د نوې لړې له پیل وړاندې په پولو کې اړینې اسانتیاوې رامنځته او د اغېزمنو مرستو رسونې په موخه د اسلامي امارت له اړوندو ادارو سره همغږي زیاته کړي.
مولوي عبدالکبیر د کډوالو نړیوال سازمان پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال د افغان کډوالو لپاره د ایټالیا هېواد له وروستۍ مرستې ستاینه کړې او ویلي یې دي، په افغانستان کې د کډوالو او داخلي بیځایه شوو د لاس نیوي په برخه کې د ملګرو ملتونو بشري مرستې مهمې او اغېزمنې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت په دایمي ډول د کډوالۍ د ستونزو د حل هڅې کوي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د کډوالو لپاره د ښارګوټو د رغولو په برخه کې د اړوندو بنسټونو پر همکاریو او مرستو ټېنګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې په جبري ډول له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو را ایستلو په کور دننه د مرستې رسونې لړۍ ټکنۍ کړې ده.