ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي د عمان د سلطان د دفتر له وزیر سره لیدنه کړې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي عمان ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د سلطان د دفتر له وزیر، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرانو او د اوقافو او دیني چارو وزیر سره جلا جلا لیدنې کړې دي.

مولوي امیر خان متقي د عمان د سلطان د دفتر له وزیر څخه غوښتي، چې په عمان کې بندي افغانانو ته د بند د مودې کمولو او خلاصون برخه کې مرسته وکړي او  د مېشتو افغانانو د کونسلي ستونزو د حل لپاره له افغان سفارت سره همکار پاتې شي.

ښاغلي متقي د عمان د اوقافو او دیني چارو له وزیر څخه غوښتي، چې له اسلامي امارت سره د خپلو تجربو د شریکولو ترڅنګ په افغانستان کې د جوماتونو د جوړولو په برخه کې مرسته وکړي.

ورته‌مهال د عمان سلطنت وزیر ژمنه کړې، چې د افغان بندیانو د بښنې زمینه برابره کړي او د افغانانو کونسلي خدماتو ستونزو ته د رسېدنې لپاره به لازمه همغږي وکړي.

د عمان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرانو سره په لیدنه کې هوکړه شوې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې، پانګونې ته فرصتونه برابر او مستقیمې الوتنې پیل شي.

د عمان د اوقافو او دیني چارو وزارت هم د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره د تجاربو شریکولو او همکارۍ ته چمتووالی ښودلی.