ملي دفاع وزارت وایي؛ د ځانګړو ځواکونو فرقې د ښوونیز مرکز له (پنځمي) څلور میاشتني دورې څخه ۵۱۳ تنه منسوبین د عقیدوي او ځانګړو کمانډويې سختو پرمختللو پوځی زده کړو له ترلاسه کولو څخه وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په یادو مراسمو کې د وسلهوال پوځ لوی درستيز قاري محمد فصیح الدین فطرت، د ځانګړو ځواکونو فرقې قوماندان نصرت “حاجی لالا”، د ځانګړو ځواکونو فرقې مرستیال مولوي ممتاز احمد حقاني، د ملي دفاع وزارت د عقیدتي، فرهنګي او کلتوري ریاست رییس مولوی سیداغا ابومقبول عاکف، نظامي او ملکي چارو مسولين، علمای کرامو او مجاهدینو ګډون درلود.
قاری محمد فصیح الدین فطرت نویو فارغ شویو مجاهدینو ته د مبارکۍ ترڅنګ ویلي؛ تاسو هغه غښتلي مجاهدین یاست چې پرون مو د جهاد په سختو سنګرونو کې د کفارو د اشغال په مقابل کې د سر او مال په بیه مبارزه کوله او اوس مو په ډیره میړانه اونه سټرې کېدونکو هلو ځلو د اسلامي نظام د بقا او خپل هېواد د ساتنې لپاره د ځانګړو ځواکونو کومانډويې سختې زده کړې ترلاسه کړې.
نوموړي زیاته کړې؛ ستاسو دغه سترې بریاوې، مسلکي وړتیاوې او رزمي نمایشونه د دښمنانو په زړونو کې ویره اچولې او دا امید یې د تل لپاره له لاسه ورکړی چې د دې اسلامي نظام په شتون کې به د هېواد په پاکه خاوره کې خپلو کرغیړنو موخوته ورسیږي.
د وسلهوال پوځ لوی درستیز ویلي؛ اتلو مجاهدینو لکه څنګه مو چې د کفر اشغال مات او ختم کړو او خپل هېواد مو ازاد کړو اوس هم په تاسو ټولو فرض ده، چې د اسلامي نظام د بقا لپاره او خپل هېواد د ساتنې په موخه شپه او ورځ د دښمنانو په مقابل کې مبارزه وکړئ.
همدارنګه په دغه مراسمو کې ځانګړي کمانډو ځواکونه په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال شتون درلود او ژمنه يې کړې، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې خدمت کولو ته د سر په بیه چمتو دي.