د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرايوي ریيس ډاکټر عبدالباري عمر پخپل کاري دفتر کې د تخنيکي ټيم په ملتیا له اوزبیکستان څخه راغلي د برېښنا تخنيکي ټیم سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې له ياد هېواد څخه د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد مزي او د افغانستان په شمال کې د ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید د يوې فابریکې جوړولو په اړه هر اړخيزې خبرې شوې دي.
ډاکټر عبدالباري عمر د یادو لويو عام المنفعه پروژو د پیل په اړه د اوزبیکستان هېواد له لېوالتیا څخه مننه کړې او ویلي یې دي، هیلهمند یم چې له تخنیکي بحثونو وروسته داسې یوې پایلې ته ورسېږو چې د نوي کال په راتلو سره د یادو دوو مهمو پروژو چارې پيل شي.
د اوزبیکستان هېواد تخنیکي ټیم بیا په افغانستان کې د انرژۍ زیربنا د جوړولو اوپراختیا په برخه کې د خپل هیواد پر ژمنو ټینګار کړی.
د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد مزی او د ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید یوې فابرېکې جوړول د افغانستان د انرژۍ زیربناوو د پراختیا په برخه کې دوې مهمې طرحې شمېرل کېږي، چې دا به په هېواد کې د دوامدارې برېښنا په برابرولو کې مهم رول ولوبوي.