د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ له رییس عرفان جمال سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې، چې له افغان کډوالو سره د مرستو پر څرنګوالي او د هغوی د ستونزو پر حل خبرې شوې، ښاغلي عرفان جمال له افغان کډوالو سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی او همدارنګه یادونه یې کړې، چې په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري هڅه کوي، د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزارت سره خپلې ژمنې عملي او مرسته وکړي.
نوموړي ویلي، چې د افغان کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مسولین له ایراني او پاکستاني لوریو سره په خبرو بوخت دي، تر څو له هغو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د را ایستلو د بې نظمه پروسې مخنیوی وشي او د یوه منظم پلان له مخې افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شي.
ښاغلي عرفان جمال د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د درې او څلور اخېزو ناستو د جوړېدو یادونه کړې او په دې برخه کې یې د ټولو اړخونو همکاري اړینه بللې ده.
مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ رییس ته د ښه راغلاست پر مهال د نوموړي له هڅو او همکاریو مننه کړې او له افغان کډوالو سره یې د ملګرو ملتونو مرستې مهمې بللې دي.
نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت د ناستو پلوی دی او ډاډ یې ورکړی چې افغان حکومت به په دې برخه کې اړینه همکاري وکړي.
مولوي عبدالکبیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزارت سره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د مرستو په یادولو سره زیاته کړې، چې مرستې به مستحقو ته په شفاف ډول ورسول شي.