د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیر المؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله، د ځانګړي فرمان له مخې د هیواد جغرافیایي موقعیت او اقتصادي اهمیت ته په کتو او په سیمه کې د وروستیو اقتصادي او سیاسي تحولاتو په نظر کې نیولو سرو او همدرانګه د سوداګرۍ د معیاري کولو، د صادراتو د زیاتوالي، له ګاونډیو او سیمې له هیوادونو سره د دوامداره او ثابتو اړیکو رامنځته کولو په هدف، دغه راز د خصوصي سکتور او کورنیو تولیداتو د حمایت او ودې لپاره لاندې مراتب منظور کړل.
(۱) وزارتونه او اړوندې امارتي ادارې مکلفې دي، چې د هېواد د سوداګریزو او اقتصادي مصالحو په پام کي نیولو سره، په بندرونو، عبوري نقطو او لویو لارو کي د سوداګرۍ لپاره لازمې اسانتیاوي برابرې کړي.
(۲) مرکز او ولایتونو کي د وزارتونو او امارتي ادارو مسئولین او کارمندان مکلف دي، چې د هېواد له نافذو تقنیني سندونو سره سم د خصوصي سکتور له فعالانو سره ښه چلند وکړي او په اړوندو اجراآتو کي له تعلل او ځنډ څخه مخنیوی وکړي.
(۳) وزارتونه او امارتي ادارې مکلفې دي، چې د هېواد د داخلي صنایعو د ودې او ځان بسیایني په منظور د امکان تر بریده د هېواد له کورنیو تولیداتو څخه ګټه واخلي.
د سوداګرۍ او صنایعو د پرمختګ په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان
