د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل امریکایي سیال ډونالد ټرمپ سره په ټلیفوني خبرو کې د انقرې او واشنګټن ترمنځ د اړیکو، سیمهییزو او نړیوالو مسایلو په اړه بحث کړی دی.
د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي اردوغان په دې خبرو کې څرګنده کړې چې ترکیه او امریکا به د دوه متحدینو په توګه په نوي پړاو کې خپل پیوستون او همکاري وساتي.
ښاغلي اردوغان دغه راز د سوریې د بیا ثبات لپاره په یاد هېواد د لګول شویو بندیزونو لغوه کېدو په موخه د ګډې همکارۍ پر ارزښت ټینګار کړی.
نوموړي زیاته کړې، چې دا ګام به د سوریې له خلکو سره مرسته وکړي، څو بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.