ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلامي امارت پر غزه تړانګه د صهیونیستي يرغلګرو د بریدونو بیا پیل وحشیانه بللی

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر غزه تړانګه د اسراییلي اشغالګر رژیم د بریدونو بیا پیل، چې په ترڅ کې یې تر دې دمه تر ۳۰۰ زیات بې ګناه فلسطینیان، چې ډېری یې مېرمنې او ماشومان دي، شهیدان او ټپیان شوي، په کلکو ټکو غندلی.

اعلامیه کې ویل شوي:” د صهیونیستي يرغلګرو دغه وحشیانه عمل نه یوازې د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو خلاف دی، بلکې د انسانیت له بنسټیزو ارزښتونو سره هم ښکاره تضاد لري “.

اسلامي امارت یو ځل بیا پر ذيدخله په ځانګړي ډول مؤثرو هېوادونو غږ کوي، چې د فلسطین له مظلوم ولس څخه خپل کلک ملاتړ څرګند کړي او د اشغال د پای ته رسولو لپاره عملي او جدي اقدامات ترسره کړي.

د افغانستان اسلامي امارت د تل په څېر د فلسطین قضیه د اسلامي امت یوه اساسي او ګډه موضوع بولي او د هغوی حقه مبارزه او مشروع مقاومت یو ثابت حق ګڼي او ملاتړ یې کوي.