ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې ورغتیا وزیر: هڅه کوو چې د معافیت په برخه کې له خپلې داخلي بودجې څخه کار واخلو

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر اډوین سینیزا سلاوډر، د یونیسیف ادارې له مرستیالې، ګاوي ادارې له مسولینو او نړیوال بانک له استازو سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې افغانستان کې د وقایوي خدمتونو اړوند معافیت برخې د فعالیتونو پر څرنګوالي، د کیفیت پر ښه والي او د پوښښ ساحې پر پراختیا خبرې شوي.

مولوي نور جلال جلالي د پلي کوونکو موسسو له لوري د واکسیون پروګرام پر ښه پلي کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي؛ هڅه کوو چې له خپلې داخلي بودجې څخه هم په معافیت برخه کې کار وکړو، ترڅو  یاده برخه لا پیاوړې کړو.

بل لور د نړیوالو ادارو په ځانګړې توګه د یونیسیف او ګاوي مسولینو د دوامدار ملاتړ ډاډ څرګند او د واکسین پروګرام ښه پلي کولو برخه کې د ژمنتیا ډاډ ورکړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د معافیت برخې ته لا زیاته پاملرنه وکړي او د واکسین پلي کولو پر مټ د مخنیوي وړ ناروغیو لپاره هڅې ترسره کړي.