ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د غزې پر بېلابېلو سیمو د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ فلسطینیان شهیدان شوي. دا بریدونه د غزې په سویل خان یونس او رفح کې شوي دي.

صهیونیستي رژیم د اوربند د لومړي پړاو له پای ته رسېدو وروسته پرون سې‌شنبه یو ځل بیا د غزې پر بېلابېلو سیمو سخت بریدونه پيل کړي.

په دې بریدونو کې له ۴۰۰ زیات فلسطینیان شهیدان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي او تر ۵۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. د قربانیانو شمېر ښايي نور هم لوړ شي، ځکه ډېری کسان لا هم تر ویجاړیو لاندې دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو له خبردراي پرته بریدونه پيل کړي او ډېری فلسطینیان داسې مهال له خوبه وېښ شوي، چې د ملګرو ملتونو له قوله په ځمکه د دوزخ شاهدان وو.

د سې‌شنبې د ورځې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې ملکي وګړي په ویجاړیو او روغتونونو کې پخپلو خپلوانو پسې ګرځي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پيل راهیسې ۴۸ زره او ۵۷۷ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۲ زره او ۴۱ نور ټپیان شوي دي.

د غزې د دولتي رسنیو مرکز بیا د شهیدانو شمېر له ۶۱ زره او ۷۰۰ ډېر اټکل کړی او ویلي یې دي، داسې انګېرل کېږي چې تر ویجاړیو او خاورو لاندې ورک زرګونه فلسطینیان هم شهیدان دي.