د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین د تاجکستان له ولسمشر سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي، چې له افغانستان څخه پېښېدونکو ګواښونو ته یې پام دی.
خو اسلامي امارت دغه څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ دی او هیڅ هېواد ته له افغان خاورې کوم ګواښ نشته.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، چې اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او له افغانستانه هېڅ کوم هېواد ته امنیتي ګواښ نشته.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ دی او په دې تړاو ټولې اندېښنې بې ځایه دي.
د سیاسي چارو شنونکي وايي؛ اسلامي امارت د امنیت په تړاو خپل مسولیت په سمه توګه ادا کړی او زیاتوي، چې له افغانستان څخه د ګواښ پېښېدو په تړاو ټولې اندېښنې او ادعاوې بې ځایه دي.
یو شمېر هېوادونه داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې له کلونو وروسته افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ شوی او د اسلامي امارت له حاکمیت راهیسې هیڅ هېواد ته کوم ګواښ نه دی پېښ شوی.