ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوبو او انرژي وزیر او د ترکمنستان سفیر لیدنه؛ د ټاپ پروژې د عملي چارو پر چټکتیا ټینګار وشو

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د یاد وزارت د یو شمېر ریيسانو په شتون کې په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر خواجه عوضوف سره لیدنه وکړه .

په دغه لیدنه کې نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو مخینې ته په اشارې سره د دواړو لورو ترمنځ دوه اړخیزې همکاري وستایلې او د ټاپ پروژې د عملي چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ .

همدغه راز د ترکمنستان سفیر په دې لیدنه کې د ټاپ پروژې په چارو کې د لا زیاتو همغږیو ته په اشارې د دغې پروژې د لارې د نقشې د شریکولو غوښتنه وکړه.

په ورته مهال د اوبو او انرژي وزیر د ترکمنستان هېواد سفیر ته ډاډ ورکړ، چې د دغې پروژې د لارې نقشه د دغه وزارت له لوري وروستۍ شوې او ډېر ژر به له ترکمنستان هېواد سره شریکه شي.

همدارنګه د لیدنې په پای کې د ټاپ پروژې د چارو د لا زیاتې چټکتیا په موخه د دواړو لورو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ پر لیکه باندې د غونډو په ترسره کولو باندې ټینګار وشو.