ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله فرمان!

د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی فرمان

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيم

الحمدلله ربِّ العٰلمین والصَّلوٰة والسَّلام علٰی سیِّد المُرسلین و علٰی آله و أصحابه أجمعین.

د ﷲ تعالی دین چي خاتم النبیین حضرت محمد صلی ﷲ علیه وسلم انسانانو ته رسولی او بیان کړی دی، د دنیا او آخرت هر ډول نېکمرغي، ښېرازي او خوښي پکي نغښتې ده، چي عملي کولو سره یې یقیناً د انسانانو ټولې ستونزې حل او د ژوند په هره مرحله کي یې له بې سارې اسانتياوو څخه برخمن وي، ﷲ تعالی ته خپل دين خوښ دی او خپلو بندګانو ته يې د مهربانۍ له مخې د فکر، تدبر او عملي کولو بلنه ورکړې ده او د ژوند په ټولو ساحو کي د دین عملي کولو لپاره یې حضرت محمد صلی ﷲ علیه وسلم نمونه ګرځولی دی او د هر هغه څه چي نبي صلی ﷲ علیه وسلم امت ته وړاندي کړي دي د عملي کولو او له هر هغه څه څخه چي منع کړي یې دي د ځان ساتلو حکم یې کړی دی.

لکه څنګه چي ﷲ جل جلاله په لاندي آیتونو کي فرمايلي دي: ﴿لَقَدْ كَانَ لَكُمْ في رَسُول ﷲ ‌أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ…﴾(الأحزاب: 21)

ژباړه: خامخا په تحقیق سره دی تاسو لره په (کار د) رسول ﷲ کي اقتداء غوره نیکه (کابلی تفسیر)

همداراز ﷲ جل جلاله فرمایلي دي: ﴿وَما آتاكُمُ الرَّسُولُ ‌فَخُذُوهُ وَما نَهاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا﴾(الحشر، آیت: ۷).

ژباړه: او هغه څه چي درکړي تاسي ته رسول (د ﷲ)، نو واخلئ هغه؛ او هغه څه چي منع کوي (رسول ﷲ) تاسي له هغه څخه، نو بېرته شئ (مه يې غواړئ) (کابلی تفسیر)

بله دا؛ هر هغه څه چي په دین کي نه‌وي، رسول ﷲ صلی ﷲ علیه وسلم هغه مردود او باطل ګرځولي. لکه څنګه چي له حضرت عائشې رضي ﷲ تعالی عنها څخه روایت دی چي رسول ﷲ صلی ﷲ علیه وسلم فرمایلي دي: مَنْ عَمِلَ عَمَلًا لَيْسَ عَلَيْهِ أَمْرُنَا ‌فَهُوَ ‌رَدٌّ.()

ژباړه: چا چي داسي يو عمل وکړ چي زموږ په دين کي نه‌وي، هغه مردود او باطل دی.

له حضرت شعبي رحمه ﷲ تعالی څخه روایت دی چي حضرت عمر بن الخطاب رضي ﷲ تعالی عنه وفرمایل: یآأیهاالناس رُدُّوا الجهالاتِ إلى السنةِ().

ژباړه: ای خلکو! جاهلانه (د سنتو خلاف) طریقې سنتو ته واړوئ (د سمون کوشش يې وکړئ).

پورته آیتونو، حدیث شریف او مبارک اثر ته په کتو، اسلامي امارت غواړي چي د ژوند په ټولو ساحو کي د سنت خلاف طریقې سنت ته واړوي، بناءً دا چي؛ نکاح (واده کول) سنت ده؛ خو متأسفانه زموږ په ټولنه کي له دغه شرعي او مسنون عمل سره ناسم او تاواني رواجونه تر دې حده ګډ شوي چي خلک یې نه یوازي په دنيوي لحاظ له ملا ماتوونکو مالي زیانونو سره مخ کړي؛ بلکي په ديني لحاظ هم ډېر منکرات پکي ترسره کيږي چي د څو مواردو یې دلته د اصلاح او مخنيوي په موخه یادونه کيږي:

په مهرونو کي زیاتوالی غوره کار نه‌دی:

شریعت، په ودونو کي د اسانتيا او له درنو مصارفو څخه د ډډې کولو ترغیب ورکوي.

له حضرت عائشې رضي ﷲ تعالی عنها څخه روایت دی چي، رسول ﷲ صلي ﷲ عليه وسلم فرمايلي دي: «إِنَّ ‌‌أَعْظَم ‌النِّكَاحِ بَرَكَةً أَيْسَرُهَ مَؤُونَةً»()

ژباړه: په تحقيق سره، ډېره برکتي نکاح هغه ده چي لګښت يې لږ وي.

په یو بل حدیث شریف کي راځي:

“تَيَاسَرُوا فِي الصَّدَاقِ، إِنَّ الرَّجُلَ يُعْطِي الْمَرْأَةَ حَتَّى يَبْقَى ذَلِكَ فِي نَفْسِهِ عَلَيْهَا حَسِيكَةً…”()

ژباړه: په مهر کي له يو بل سره اسانۍ کوئ (یعنې لږ مهر ټاکئ) ځکه کله نارینه، ښځې ته دومره مهر ورکړي چي له امله یې له هغې ښځې سره په زړه کي کینه (نفرت) پیدا شي.

حضرت عمر رضي ﷲ عنه فرمايلي دي:

أَلاَ لاَ تُغَالُوا صَدُقَةَ النِّسَاءِ، فَإِنَّهَا لَوْ كَانَتْ مَكْرُمَةً فِي الدُّنْيَا، أَوْ تَقْوَى عِنْدَ ﷲ لَكَانَ أَوْلاَكُمْ بِهَا النَّبِيُّ صَلَّى ﷲ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ.()

ژباړه: خبردار! د ښځو مهرونه ډېر مه‌زياتوئ؛ ځکه که د مهر زياتوالی دنيوي عزت او يا د ﷲ عزوجل په نزد تقوی وای، نو نبي صلی ﷲ علیه وسلم يې تر تاسي زيات مستحق و.

له یادو او ځینو نورو مبارکو حديثونو څخه په استدلال سره، فقهاء کرامو رحمة ﷲ تعالی علیهم په مهر کي تخفيف مسنون او مرغوب بللی دی.()

مهر، د منکوحې ښځي حق دی او بل هېچا ته يې خوړل صحیح نه‌دي.

مهر، د ښځي حق دی بل هېڅوک حق نه‌لري چي د هغې له خوښې پرته یې مصرف کړي، تر دې چي فقهاء رحمهم ﷲ تعالی وايي: کوم پلرونه او نيکونه چي د لوڼو یا لمسیو مهرونه خوري هغوی غاصب او د مهر ضامن دي؛ نو چي پلار او نیکه د مهر په خوړلو غاصب ګڼل کيږي، ورور، تره او نورو خپلوانو ته خو بېخي هېڅ لاره نشته چي د خويندو، ورېرونو او یا د نورو خپلوانو نجونو مهرونه وخوري یا يې د هغوی له خوښې پرته مصرف کړي.()

پلرونه او خپلوان که د مهر له خوړلو راوګرځول شي، مهرونه خپله را کمېږي؛ ځکه نن سبا ډېرې پيسې هغه دي چي د مهر په نوم اخيستل کيږي خو پلار يا نور خپلوان يې خوري او ښځو ته د مهر په نوم ډېرې کمې پيسې ورکوي.

بناءً هغه څو رواجونه چي پر شرعي منعې او اسراف سربېره په لوړه کچه د اقتصادي ستونزو او د اجتماعي او اخلاقي ناخوالو سبب ګرځېدلي دي، چي د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء اړوند د فقهي مجالسو د علماء کرامو، د افغانستان د معتبرو شیوخ عظامو، د اقتصادي کمېسیون د محترمو غړو او د اړوندو وزارتونو او امارتي ادارو د ګډ ګمارل شوي هیئت د استازو له لوري تشخیص شول چي په هکله یې لاندي مراتب منظوروم:

د واده په اړوندو امورو کي د رعایت وړ ټکي

لومړۍ ماده:

  • (1) د بالغې نجلۍ ولي چي اکثره اوقاتو کي د هغې پلار يا ورور وي شرعاً مکلف دی، د هغې د شرعي حقوقو رعایت وکړي.
  • (۲) د بالغې نجلۍ ولي شرعاً مسئولیت لري، د هغې په کوزده کولو کي له هغې سره مشوره او د هغې مثبت نظر واخلي.
  • (۳) د بالغې نجلۍ ولي، شرعاً نه‌شي کولای د هغې له خوښې پرته په اجبار سره یې چاته په نکاح ورکړي.
  • (۴) که د بالغې نجلۍ ولي، یاده نجلۍ د هغې له خوښې پرته په اجبار سره چاته په نکاح ورکړه، هغه کولای شي محاکمو او اړوندو ادارو ته شکایت او عریضه وکړي، په دې صورت کي د عالیقدر امير المؤمنين حفظه ﷲ تعالی د (۲۷/۴/۱۴۴۳هـ ق) نېټې د (۸۳ج۱) ګڼه د ښځو د حقونو فرمان رعايت ضروري دی.
  • (۵) ښځه، د اسلام له نظره د نکاح کولو په موضوع کي د نارينه په څېر خپلواکه ده، په هېڅ صورت د چا مال نه‌ګرځي او د خپل خاوند له مړينې او يا طلاق وروسته د دې له خوښې او مشورې پرته یې خسرګنۍ او يا هم پلارګنۍ په زوره بل چاته په نکاح نه‌شي ورکولای، په‌خپله خوښه چيرته او چا سره چي وغواړي، له شرعي اصولو سره سم نکاح کولای شي.
  • (۶) کوم مهر چي په نکاح کي ښځې ته ورکول کيږي، هغه د ښځې حق دی او څوک يې نه‌شي ترې اخيستلی، په دې هکله د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه‌ﷲ تعالی د (۲۷/۴/۱۴۴۳هـ ق) نېټې د (۸۳ج۱) ګڼه د ښځو د حقونو فرمان رعايت ضروري دی.
  • (۷) که څوک په کومه نجلۍ یا ښځه ډزې وکړي يا یې پیکی پرې کړي او يا څادر پرې واچوي، په دې او یا په بلې طریقې سره په جبري توګه هغه خپله ښځه وګڼي، دا غیرشرعي عمل او جرم دی، داسي اشخاص دي د اسلامي امارت محاکمو ته معرفي کړل شي، ترڅو د خپل جرم په سزا ورسېږي.()
  • (۸) هغه کوزده چي د شاهدانو په مخ کي عقد (ايجاب او قبول) پکي نه‌وي شوی، شرعاً نکاح نه‌بلل کيږي.
  • (۹) په اسلامي شريعت کي د مهر کمه اندازه لس درهمه او زياته اندازه يې حد نه‌لري، كه مېرمن راضي وي، په لس درهمه یا د هغې په معادل مال هم نکاح کيږي، که د هغې خوښه نه‌وي، بیا له زړه سوانده او خیرخواه پلار یا نيکه پرته نور خپلوان او یا بد اختیاره پلار او نیکه نه‌شي کولای چي تر مهر مثل په کمه اندازه د هغې نکاح وتړي او که يې تر مهر مثل په کمه اندازه د هغې نکاح تړلې وي، داسي نکاح صحیح نه‌ده؛ مهر د مېرمنې حق دی، خپلوان د ځان لپاره یوه پيسه هم نه‌غوښتلی او نه‌اخيستلی شي.()
  • (۱۰) اسلامي شريعت د مهر د کموالي ترغيب کړی دی؛ خلک دي هڅه وکړي چي د زیات مهراخيستلو رواج ختم او په کم مهر دي اکتفاء وکړي.
  • (۱۱) له مهر څخه علاوه د ولور، خوړې، بابېړي، طویانې او خوښي په نامه د خسرګنۍ له‌خوا او یا د نورو رواجونو په نوم پیسې اخيستل جائز نه‌دي، فقهاء کرام رحمهم‌ اﷲ يې رشوت ګڼي.()
  • (۱۲) له کوزدې وروسته د پښه خلاصي یا پښه ارتي او شریني خوري (غټ دستمال) او یا په نورو نومونو سره میلمستياوې جوړول، بېځایه رواجونه دي، ډډه دي ورڅخه وشي، د دوه ځله دستمال وړلو (غټ دستمال) اجازه نشته او په يو ځل دستمال (وړوکی دستمال) کي به هم د نارينه او ښځينه میلمنو تعداد په کمه اندازه وي او په دې مراسمو کي له زوم او ناوي پرته بل چاته تحفې ورکول منع دي؛ البته زوم او ناوي ته تحایف به هم د وسعې مطابق یوازي جامې او نور د ډول او سینګار عادي شیان وي؛ موټر، موټرسایکل، کور (سرای) او داسي نور قیمتي شيان به په تحفه کي نه‌ورکول کيږي.
  • (۱۳) د دستمال مراسم به په هوټل کي نه‌وي؛ ځکه دا اسراف دی او اﷲ تعالی فرمايلي دي: ﴿يَا بَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ﴾ (الاعراف: آیت 31).
  • ژباړه: ای زامنو د آدمه! واخلئ تاسې زینت (ښائست) خپل په نزد (د وخت) د هر لمانځه (په اغوستلو د پاکو کاليو(جامو) د عورت ستر) او خورئ او څښئ او اسراف (بې ځایه خرڅ) مه کوئ تاسې بې شکه چي الله نه خوښوي مسرفان (بې ځایه خرڅ کوونکی). (کابلی تفسیر)
  • (۱۴) له کوزدې او نكاح وروسته دي هڅه وشي چي د امکان په صورت کي هر څومره چي ژر وي، واده وشي.
  • (۱۵) له کوزدې وروسته رواجي او تکراري پوښونه (جوړې) منع دي، په کال کي يو ځل د زوم له‌خوا يوازي ناوي ته له اسراف پرته د وسعې مطابق د پوښ (جوړې) وړلو اجازه شته، د ناوي له‌خوا زوم ته پوښ (جوړې) وړل مطلقاً منع دي.
  • (۱۶) د ولیمې او واده مراسم به له اسراف او رياء پرته د زوم د وسعې مطابق د هغه د خوښې په ځای او موټرو کي ترسره کيږي، خسرګنۍ يې نه‌شي مجبور کولای چي په هوټل، یا قیمتي موټرو کي د واده مراسم ترسره کړي.
  • (۱۷) زوم به د واده مراسم په امارتي موټرونو کي نه ترسره کوي.
  • (۱۸) د واده پر وخت د زوم له‌خوا دي د ناوي کورنۍ ته خوړې يا طوی (پاخه یا خام خوراک) نه وروړل کيږي، همدارنګه د بولې(شيريني خورۍ) او جوړې د مصارفو اخيستل او غوښتل هم منع دي او همداراز له زوم څخه د دودي او ټکري په نوم او يا په نورو نومونو رختونه غوښتل منع دي او د شريعت له‌مخې د يادو شيانو اخیستل ناجائز کار دی.()
  • (۱۹) د ناوي وړلو پر وخت د ناوي د ماما، د ناوي د همزولو، د کليوالو او یا بل خدمتګار له‌خوا او یا د دوی لپاره د زوم له کورنۍ څخه پیسې غوښتل منع دي، البته که د کلي خدمتګار ته چي همېشه په ښادیو کي د کلیوالو خدمت کوي په خپله خوښه څوک د صدقې په نوم پیسې ورکوي، باک نه‌لري.()
  • (۲۰) په ودونو کي د لوبو داسي مسابقې جوړول چي ګټونکي ته د موټر، موټرسایکل یا بل شي انعام ورکول کيږي منع دي، ترڅو د بېځایه اسراف مخه ونیول شي، البته د جائزو لوبو مسابقې چي انعام پکي نه‌وي، جوړېدای شي.
  • (۲۱) د کوزدې، دستمال يا واده د مراسمو پرمهال ډزې (ټکان) کول او له امارتي وسايطو څخه استفاده کول منع دي؛ همدارنګه په ورته مراسمو کي د موټرو او موټرسایکلو ځغلول، لویې وراوې تيارول او یا داسي نور کارونه چي د لاري د بندېدو یا د تلفاتو او یا د خلکو د اذیت سبب کيږي، منع دي.
  • (۲۲) په واده کي یا له هغه وروسته ناوي ته د نورو کورونو د نارینه‌وو او ښځینه‌وو له‌خوا برخه (جامې/پیسې) ورکول او بیا د ناوي له‌خوا په عوض کي برخه ورکول منع دي؛ ځکه له دې ناوړه رواج څخه یو دروند تکلیف رامنځته شوی او بده لا دا چي د هر څه عوض به بېرته ورکوي چي د محبت پرځای نفرت پیدا کوي.
  • (۲۳) د دستمال په مراسمو کي به د زوم له کور پرته نور مېلمانه ناوي ته د پیسو ډالۍ نه‌ورکوي او نه به د ناوي کورنۍ مېلمنو ته جامې او نورې ډالۍ ورکوي، البته له اسراف او رياء پرته د مېلمنو اکرام پروا نه‌کوي.
  • (۲۴) بدل/موخۍ ښه عواقب نه‌لري حتی الامکان دي ترې ډډه وشي، د بدل/موخۍ په صورت کي د مهر ټاکل او ورکول ضروري دي، علماء کرام دي د بدل/موخۍ د کراهیت په هکله خلکو ته پوهاوی ورکړي.()

د مړي په مراسمو کي د رعایت وړ ټکي

دوهمه ماده:

  • (۱) په ځينو سیمو کي د مړي د کورنۍ له لوري کلیوالو او نورو خلکو ته په معينو ورځو کي طعام او مېلمستیا برابرېږي، چي فقهاء کرامو ترې منع کړې ده، په دې هکله د فقهاء کرامو څو اقوال په لاندي ډول دي:
  • – د مړينې په مناسبت د مړي د کورنۍ له لوري خلکو ته مېلمستيا برابرول مکروه دي؛ ځکه مېلمستيا په خوشحاليو کي وي، نه په غمونو کي، دا ډېر بد بدعت دی (چي د غم په ورځ خلکو ته مېلمستيا تياروي، ځکه چي شريعت کي دا اصل نه‌لري او بل دا چي د دغو ورځو خپل خپل ترتيبونه او مکلفيتونه دي).()
  • – د مړينې په مناسبت راټولو شویو خلکو ته د مړي د کورنۍ له لوري د خوراکونو چمتو کول ګناه ده؛ جریر بن عبد ﷲ رضی ﷲ عنه وايي: د مړي په کور کي د هغه د خپلوانو راجمع کيدل او د هغوی له لوري د خوراک ترتیبول موږ له نياحت څخه ګاڼه؛() يعنې لکه ویر (چيغي او فرياد) مو چي ممنوع او بد ګڼلو دا مو هم بد ګڼلو (حال دا چي نیاحت او وېر کبیره ګناه ده).()
  • – د مړي د کورنۍ لهخوا خلکو ته خوراک برابرول مکروه دي، ځکه چي له دې سره يې مصیبت زياتېږي او بل دا چي د جاهليت د زمانې له خلکو سره مشابهت راځي.()
  • – رواجي خیراتونه د ځان مشهوره کولو او رياء لپاره دي، د ﷲ تعالی لپاره يې نه‌کوي له دې امله باید ډډه ترې وشي.()
  • – رواجي خیرات که مباح هم شي له دې امله چي خلکو د واجب‌والي مرتبې ته رسولې، مکروه او ترک یې ضروري دی.()

پورته ذکر شویو شرعي دليلونو او همداراز نورو ګڼو، ټولنيزو، شرعي او اقتصادي رامنځته کيدونکو زيانونو ته په کتو سره په لاندي ټکو باندي عمل کول ضروري دي:

(1) د مړي د کور له لوري د بدرګې او مېلمستيا په څېر د رواج له مخې (په لومړۍ، دريمه، اوومه او څلوېښتمه ورځ) طعام برابرول، منع دي،() د مېلمستیا له شکل او د ورځې له تعيین پرته د نقد مال يا جنس صدقه کول چي لاندي شرطونه هم پکي رعايت شوي وي، مړي ته د ثواب سبب دي:

  • ۱- صدقه به د رياء، شهرت، سيالۍ، رواج او د خلکو د پېغور له امله نه‌وي.
  • ۲- صدقه او خیرات به واجب او ضروري نه‌ګڼل کيږي، که چا ونه‌کړ هغه ته به په بده سترګه نه‌کتل کيږي.
  • ۳- صدقه او خیرات یوازي بالغ او عاقل وارثان له خپل مال څخه په خپله خوښه کولای شي، د يتيم او غيرحاضر وارث مال به پکي نه‌مصرفېږي.
  • (۲) د يتیم له مال څخه په مړي پسې خيرات او صدقه کول که څه هم د يتيم په اجازه وي، منع دي، هغه څوک چي د يتيم په مال کي دا ډول تصرف وکړي، ضمان پرې لازم دی.
  • (۳) په ځينو سیمو کي د رواج له ‌مخې خلک د مړي په لومړي اختر د مړي کور ته د تعزيت لپاره ورځي، دا هم ناسم رواج او منع دی.
  • (۴) په ځينو ځايونو کي رواج دی چي ښځه تر وفات وروسته ضرور بايد د پلرنۍ (هديرې) ته انتقال کړل شي او نه انتقال يې د ټول قوم لپاره پېغور ګڼل کيږي، چي دا کوم شرعي حيثيت نهلري، بلکي غوره دا ده چي د هغې د خاوند او اولادونو د خوښې په هديره کي دفن کړل شي.
  • (۵) د ګاونډيانو او خپلوانو له لوري د مړي کور ته طعام برابرول مستحب عمل دی.
  • (۶) د تعزيت لپاره د شريعت مطهره له لوري د دفن له ورځې سره درې ورځې ټاکل شوي دي، البته غائبو اشخاصو ته تر هغه وروسته هم د تعزيت کولو اجازه شته.
  • (۷) له يو ځل فاتحې کولو وروسته بیا د مړي کور ته د فاتحې په نيت ورتلل مکروه دي.
  • (۸) امارتي مسئولين دي د خپلو وفات شويو خپلوانو فاتحې نه‌اعلانوي، له اعلان پرته د خپلو اوسېدلو په ځای کي دي يوازي تر درو ورځو د فاتحې لپاره کښېناستلای شي.
  • (۹) حيله اسقاط د هغه مړي لپاره کيږي چي فقير، يا مالدار وي خو له وصيت پرته وفات شوی وي، يا يې وصيت هم کړی وي خو د مال دريمه برخه يې د واجبو فديو لپاره کفايت نه‌کوي، که مړی شتمن وي او وصيت يې کړی وي پر ولي باندي يې واجب دی چي واجبې فديې به يې د مال له دريمې برخې څخه اداء کوي او يوازي په حيله اسقاط به بسنه نه‌کوي، البته د حيلې طريقه به د حنفي فقهې د هغو شرطونو مطابق وي چي يادونه یې شوې ده.
  • (۱۰) د شرعي حیلې شرطونه په لاندي ډول دي:
  • ۱- د حیله اسقاط لپاره جمع شوی مال به د قبض لپاره یوازي مسکینانو ته ورکول کيږي، غني، ماشوم، لیوني، سفیه (بې عقله) او کافر ته به نه‌ورکول کيږي.()
  • ۲- حيله اسقاط به د رواج او ځان ښودنې په خاطر نه‌کيږي؛ بلکي په دې نیت به کيږي چي د مړي غاړې پرې خلاصې شي.()
  • ۳- د مړي وارثان به د حیلې لپاره له داسي سړي څخه پیسې یا بل جنس نه ‌قرض کوي چي هغه يې په ‌خپله مالک نه‌ وي او نه به له داسي شریک څخه قرض اخلي چي د بل شریک يې اجازه نه ‌وي.()
  • ۴- د فدیو ګرځوونکی باید د مړي وارث یا د وارث وکیل وي او وکیل ته وویل شي چي د هرې دورې له ختمېدو وروسته د هرې بلې دورې لپاره فقیر ته د مال په ورکولو او بېرته اخیستلو کي بيا زما وکیل یې.()
  • ۵- د مړي قضاء شوي لمونځونه او روژې باید دقیق حساب شي او که دقیق معلوم نه ‌وي نو په غالب ګمان دي حساب شي.()
  • ۶- فقیر ته د ورکړې پرمهال به يې دا نیت وي چي فقیر د دغو پیسو او شیانو مالک ګرځي.()
  • ۷- فقیر به په دې پوه وي او یا به يې څوک پوهوي چي په قبض کولو سره يې مالک ګرځي.()
  • ۸- کوم شخص چي فدیې ګرځوي او فقیر ته یې ورکوي باید لاسونه ترې لرې کړي او له هغه څخه په بېرته اخیستلو کي تلوار ونه‌کړي.()
  • ۹- د فدیو ګرځوونکی به فقیر ته داسي الفاظ وایې: دا د فلانکي چي د فلانکي زوی دی د لمونځ، روژې، قسم یا …فدیې دي قبولې یې کړه، هغه به ووایې: قبولې مي کړې، زه یې مالک شوم، بیا به یې بېرته یاد شخص ته هبه کړي.()
  • ۱۰- حیله کوونکي به له دورې وروسته د فقیر له زړه بد‌والي څخه ځان ساتي، که مال د حیله کوونکو وي دومره مال به په صدقه کي ورکوي چي د فقیر زړه پرې خوشحاله شي.()
  • ۱۱- که د حج په مياشتو کي حیله کيږي دا دي په نظر کي ونيسي چي دومره پيسې يو ځای فقير ته ورنه‌کړي چي حج ورباندي فرض شي.
  • ۱۲- که مړي وصیت نه ‌وي کړی، ولي يې له مال څخه فقير ته د وارثانو په رضا هغه مهال څه مال ورکولای شي چي په وارثانو کي به يې غائب او صغير نه ‌وي او که یې وصیت کړی وي، نو بیا د ميت د مال له دريمې برخې څخه مال ورکولای شي که څه هم په وارثانو کي غائب یا یتیم وي.()

له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال له ځینو غیرضروري مصارفو او ناسمو رواجونو څخه ډډه

دریمه ماده:

په ځينو سیمو کي له حج او عمرې څخه د راستنېدو پرمهال د مبارکۍ او ستړې مشۍ په مناسبت د سیمې د خلکو او راغلو او رابلل شویو مېلمنو ته درنده مېلمستیا او خيرات برابرول او همداراز لوړ بیه تحفې خلکو ته ورکول ضروري رواج ګرځېدلی دی چي له يوه پلوه کوم شرعي حيثیت نه‌لري او له بله پلوه د زيات لګښت له امله د زیاتو خلکو له حج او عمرې څخه د محروميت او يا د تأخير سبب ګرځيدلی دی، له همدې امله باید ټول حجاج او معتمرین له یادو مصارفو او زیان اړوونکو رواجونو څخه ډډه وکړي.

د دې فرمان د حکمونو پوهاوی ورکول او د هغو عملي کول

څلورمه ماده:

  • (۱) د کورنیو چارو، سرحدونو، قومونو او قبايلو، اطلاعاتو او فرهنګ، د ارشاد، حج او اوقافو، پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه، رسنۍ او په ولایتونو او ولسوالیو کي د علماوو شوراګانې، فقهي مجالس، د مساجدو خطیبان او امامان، ولسي مخور او نفوذ لرونکي مشران دي په حکمت، مصلحت او تفاهم سره په خپله برخه کي د دې فرمان د حکمونو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي او د پورتنیو احکامو د عملي کولو کوښښ دي وکړي.
  • (۲) د چارو د ادارې لوی ریاست، د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو د اورېدلو وزارت او د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست دي، په دوامداره توګه د دې مادې په (۱) فقره کي د يادو وزارتونو، ادارو او اشخاصو له اجراءآتو څخه څارنه وکړي.

انفاذ

پنځمه ماده:

دغه فرمان د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کي دي خپور شي.

والسلام علیکم ورحمة ﷲ وبرکاته!

امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث

مولوي هبة ﷲاخندزاده