ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغاني سرې میاشتې رییس افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له سرپرست او د فنلینډ د سره صلیب له مسول سره لیدنه کړې

د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس شیخ شهاب الدین دلاور پخپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له سرپرست احمد سلیمان او د فنلینډ د سره صلیب له سيمه ييز مسول جوین ریس سره له افغاني سرې مياشتې د ملاتړ او یو لړ نورو موضوعاتو په موخه ناسته کړې.

په دې ناسته کې ښاغلي دلاور د فنلینډ هېواد د سره صلیب له تېرو همکاریو او مرستو څخه مننه کړې او د افغاني سرې میاشتې له لوري یې اړمنو او بې سرپرسته وګړو ته د روغتیايي او پېښ‌ځپلو ته د طبيعي او غیرې طبيعي پېښو پر مهال د ترسره کېدونکو خدماتو په تړاو تفصیلي معلومات وړاندې کړي.

نوموړي له یادو مسولینو څخه له بهرنيو هېوادونو راستنېدونکو کډوالو ته په بېلابېلو برخو کې د بېړنیو مرستو برابرولو، د سوري زړه لرونکو ماشومانو او په رواني ناروغيو د اخته وګړو د درملنې او لاسنيوي په برخه کې د همکاریو غوښتنه کړې ده.

د نړیوال فدراسیون سرپرست او د فنلینډ هېواد د سره صلیب مسول اړمنو او پېښ‌ځپلو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري ترسره کېدونکي خدمات او فعاليتونه اغېزمن بللي او د راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي، د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته او رواني ناروغانو د درملنې په برخه کې یې د همکارۍ سربیره په راتلونکې کې د مرستو د پراختیا ډاډ څرګند کړی دی.