ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عامې روغتیا وزارت په لومړي ځل د روغتیايي معلوماتو د مدیریت او په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې یې د پلي کولو سیسټم معرفي کړ

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري په لومړي ځل د روغتیايي معلوماتو د مدیریت او په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې یې د پلي کولو سیسټم (P-HMIS) معرفي شو.

دا سیسټم د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رییسانو او د کابل خصوصي روغتونونو د مسولینو په شتون کې ګډونوالو ته معرفي شو.

مولوي نور جلال جلالي په خصوصي روغتیایي مرکزونو کې د روغتیايي معلوماتو مدیریت سیسټم پرانیستل د هېواد په روغتیايي برخه کې یو اغېزمن ګام او لویه لاسته راوړنه بللې او د خصوصي روغتونونو له مسولینو یې غوښتي، چې یاد سیسټم په روغتونونو کې پلي کړي.

د عامې روغتیا وزیر همداراز د خصوصي روغتیايي سکټور له فعالیتونو مننه کړې او دا سکټور یې د روغتیا وزارت یوه پیاوړې برخه یاده کړې ده.

ښاغلي وزیر ویلي، موږ هڅه کوو چې موجوده تشې ډکې کړو او د کره روغتیايي معلوماتو راټولولو پر بنسټ د خصوصي او امارتي سکټورونو لپاره د اوږدمهاله کړنلارو او پلانونو په جوړولو کې اړینې پرېکړې وکړو.

مولوي عبدالولي حقاني بیا د روغتیايي معلوماتو مدیریت سیسټم چمتو کولو کې د برخه اخیستونکو کسانو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د خصوصي روغتیایي سکټور فعالیتونه د ستایلو دي او موږ هڅه کوو، چې د روغتیايي معلوماتو مدیریت سیسټم د دې سکټور سره په همغږۍ پلی کړو، ترڅو پر ټاکلي وخت د روغتیايي برخې کره معلومات راټول او له مخې یې راتلونکي پلانونه جوړ او اړینې پرېکړې وکړو.

دغه راز د څارنې او پلټنې لوی رییس، ډاکټر عنایت الله عنایت د روغتیايي معلوماتو مدیریت سیسټم د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه کولو، لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونو جوړولو، ناروغیو مخنیوي او د خلکو د هوساینې لپاره اغېزمن بللي او په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې یې د هغې پلي کول اړین یاد کړي دي.