ايران د نیمروز ولایت ورېښمو پله له لارې ۲۱۱ افغان بندیان، چې د بېلابېلو جرمونو په تور نيول شوي وو، د ورېښمو پله له لارې اسلامي امارت ته وسپارل شول.
په دې تړاو جوړو شويو مراسمو کې د نيمروز والي شيخ محمد قاسم خالد د زندانونو چارو عمومي رییس مولوي محمد یوسف مستري او د ولايتي ادارې يو شمېر نورو مسولينو ګډون کړی و.
ښاغلي مستري د بنديانو د سپارلو د پروسې په تړاو ویلي، ۴۸۴ افغان بندیان چې په ایران کې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي وو، د خبرو اترو په پايله کې د نيمروز ولايت ورېښمو پله له لارې اسلامي امارت ته سپارل کیږي.
نوموړي زیاته کړې، د بنديانو د لېږد پروسه نن د ۲۱۱ افغان زندانيانو په سپارلو سره پيل شوه، چې هر يو به خپلو ولايتونو ته انتقال او د حبس ټاکلې موده به هلته تېره کړي.
د نیمروز والي اسلامي امارت ته د افغان بندیانو د سپارلو پروسې پر ښه مدیریت او دوی ته د خوړو، روغتيايي خدمتونو او نورو اسانتياوو د برابرېدو ډاډ ورکړی دی.