ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر عبدالباري عمر د سولې او باور کنفرانس کې د ګډون په موخه ترکمنستان ته سفر کړی

د افغانستان برېښنا شرکت د عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر په مشرۍ یوه پلاوي چې د ټولګټو او کانونو پټرولیم وزارتونو استازي یې هم ملتیا کوي د «سولې او باور کنفرانس» کې د ګډون په موخه ترکمنستان ته سفر کړی.

 د افغانستان برېښنا شرکت وايي؛ دغه کنفرانس چې د ۱۰۰ بېلا بېلو هېوادونو د استازو په ګډون جوړ شوی، د برېښنا لېږد او برېښنايي سیستمونو د پیاوړتیا په اړه د ځانګړو بحثونو سربېره به پکې د سیمه‌ییز اقتصاد پیاوړتیا، ریل پټلۍ، برېښنا، د ګازو لېږد او ثبات په اړه خبرې وشي.

د یادونې وړ ده، چې په دې سفر کې به د برېښنا لېږد او برېښنايي سیستمونو د پیاوړتیا په اړه ځانګړي بحثونه هم ترسره شي.