د ملي دفاع وزارت وایي؛ د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې تعليمی مرکز څخه ۳۵۰ تنه ځوان منسوبین له درېیو میاشتنیو نظامي، عقیدتي او فرهنګي زده کړو څخه وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
یادو مراسمو کې د بدخشان ولایت مرستیال والي قاري محمد طیب، د ملي دفاع وزارت د بشري سرچینو رییس مولوي احمدالله سعید، د فرقې مرستیال قاري عبدالواصل نظري او ګڼ شمېر نورو مسولینو ګډون درلود.
مسولینو پخپلو خبرو کې د اسلامي اصولو او ارزښتونو پوره پابندي، او د خلکو او ټولنې ته خدمت پر ژمنتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي؛ لکه څرنګه چې د اسلامي امارت له فتوحاتو وړاندې د قربانۍ او فداکارۍ لپاره چمتو وو، اوس هم غواړي چې د دین، خلکو او خپل هېواد د خدمت لپاره سختې وګالي او د دې لپاره سختې روزنې ترلاسه کړي.
همدارنګه د حضرت ابو دجانه بن خرشه (رض) د قوماندانیت او قرارګاهي له اکاډمۍ څخه د بېلابېلو قطعاتو او سیمه ييزو قل اردوګانو ۱۷۰ تنه ځوان منسوبين د حضرت ابو عبیده بن جراح (رض) ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت ابو دجانه بن خرشه (رض) د قوماندانیت او قرارګاهي اکاډمۍ د عربي، ترکي او انګلیسي ژبې له نهه میاشتني کورس څخه ١١٦ تنه او د اوپراتيفي شپږ میاشتني کورس څخه ۵۴ تنه ځوان منسوبین د مسلکي او نظامي زده کړو د تر لاسه کولو څخه وروسته د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.
په غونډه کې د ملي دفاع وزارت د پرسونل او تعليماتو معينيت مرستیال مولوي بازمحمد حمیدي د ملي دفاع پوهنتون قوماندان مولوي محمد هاشم حذیفه او ګڼ شمېر مسولینو، مجاهدینو او استادانو ګډون کړی وو.
مسولینو نویو فارغانو ته د مبارکۍ تر څنګ د هغوی د هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي؛ په خپلو تر لاسه کړو زده کړو بسنه مه کوئ نور هم کوښښ وکړئ په هره برخه کې زده کړې وکړئ او مهارتونه تر لاسه کړئ تر څو خپل اسلامي نظام او خپل ولس ته د خدمت جوګه شئ.