د هېواد په سړو سیمو کې د ۱۴۰۴ نوی ښوونیز کال نن د یوې غونډې په ترڅ کې په رسمي ډول پيل شو.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د پوهنې او بېلابېلو وزارتونو چارواکو، ښوونکو، زدهکوونکو او ګڼو مشرانو ګډون کړی و.
د پوهنې وزیر مولوي حبیبالله اغا د ۱۴۰۴ ښوونیز کال د پرانیستې په مراسمو کې ویلي: “افغاني ټولنه د دیني علومو ترڅنګ عصري علومو ته هم سخته اړتیا لري، تر څو مو هېواد له نړۍ سره سیالي شي.”
نوموړي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت دیني او عصري علومو ته ځانګړې پاملرنه لري.
د مولوي حبیبالله اغا په وینا، عصري علومو ته د اسلامي امارت نه پاملرنه یوازې د افغانستان د دښمنانو زهرجن او دروغجن تبلیغات دي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دې مراسمو کې زدهکوونکو ته د نوي ښوونیز کال مبارکي ویلې او د وخت نه ضایع کولو سپارښتنه یې ورته کړې ده.
نوموړي زدهکوونکي د هېواد راتلونکي معماران بللي او له ښوونکو یې غوښتي، چې په اسلامي او هېوادنۍ مینه یې وروزي.
د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور ویلي، چې اسلامي امارت د یوه نظام په توګه خپل ټول مسولیتونه په ښه توګه ادا کړي دي.
ښاغلي انور د شریعت پلي کول، ډاډمن امنیت، زدهکړه، روغتیا او اقتصادي پیاوړتیا هغه مسولیتونه یاد کړي، چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو خلک ترې برخمن شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د تېر په پرتله د افغانستان په ښوونیز وضعیت، امنیت، نصاب او نورو برخو کې مثبت بدلونونه راغلي دي.
د ازموینو ملي ادارې رییس شیخ عبدالباقي حقاني په دې مراسمو کې ویلي، چې اشغالونو زموږ د هېواد د بچیانو ذهنونه اشغال کړي وو او تېرو حکومتونو داسې نظریې خپرې کړې وې چې نه د اسلام او نه د هېواد په ګټه وې.
نوموړي ټینګار کړی، چې د پوهنې وزارت باید هڅه وکړي، تر څو د هېواد د بچیانو ذهنیتونه په اسلامي او ملي روحیه وروزي.
ښاغلي حقاني زیاته کړې، چې زموږ هېواد په تېرو کلونو کې د علم په ډګر کې وروسته پاتې شوی او اوس د پوهنې وزارت مسولیت لري چې په دې برخه کې خپل مکلفیت په ښه توګه ادا کړي.
د ازموینو ملي ادارې رییس ویلي، د هېواد بچیان باید داسې وروزل شي، چې د نړۍ د هېوادونو سیال وي او افغانستان پر ځان بسیا کړي.