د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د پوهنې وزارت له لوري د افغانستان اسلامي امارت د کابینې غړو او نورو مس,لینو په ګډون، د نوي تعلیمي کال د پیل په جوړو شویو مراسو کې ګډون او وینا وکړه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال په پیل کې د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت رهبرۍ پلاوي په ځانګړي ډول د یاد وزارت وزیر مولوي سید حبیب الله اغا څخه د دغو پرتمینو مراسمو د جوړولو له امله مننه وکړه
مولوي عبدالسلام حنفي وویل، نن د ډېرې خوښۍ ځای دی چې د ګران افغان ملت د زده کوونکو او ماشومانو لپاره نوی تعلیمي کال پیلوو.
نوموړي د نوي تعلیمي کال پیل ټولو زده کوونکو او زده کوونکو، قدرمنو والدینو، ګرانو استادانو، د پوهنې وزارت ټولو مسولینو او ټول افغان ملت ته مبارکي وویله او ټولو زده کوونکو، استادانو او د پوهنې کارکوونکو ته یې د لوی الله (ج) له دربار څخه د بریالیتوب دعا وکړه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زده کوونکو ته په خطاب کې وویل؛ د علم او پوهې ترلاسه کولو لپاره له خپل وخت څخه غوره استفاده وکړئ او د فرصتونو او وخت له ضایع کېدو ځان وساتئ، ترڅو وکولی شئ په راتلونکي کې د ګران ملت او ځورېدلي وطن د خدمت مصدر وګرځئ.
نوموړي استادانو ته په خطاب کې زیاته کړه؛ دا زموږ لوی مسولیت او اسلامي مکلفیت دی، ترڅو په امانتدارۍ د افغان ملت اولادونه په اسلامي او هېوادپاله روحیه وروزو، چې هغوی وکولی شي په راتلونکې کې هېواد او خلکو ته خدمت وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي پخپلو خبرو کې، د پوهنې وزارت مسولین او کارکوونکي مخاطب کړل او څرګنده یې کړه، چې د یو باکیفیته سیستم رامنځته کولو او د هېواد د اولادونو ښوونیزو اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره د پوهنې وزارت مسولینو او منسوبینو ته لازمه ده، ترڅو د پوهنې د کیفیت او کمیت د ښه والي لپاره لکه د تعلیمي نصاب تدوین، د لایقه استادانو ګمارل، د لابراتوارونو او نورو درسي لوازمو برابرول، د قدرمنو استادانو د ظرفیت لوړول، د سواد زده کړې اړوند مسایل، د درسونو نظارت او د دیني او عمومي درسونو د کیفیت لوړولو لپاره جدي هڅې وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال څرګنده کړه؛ عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی، د ریاست الوزرا مقام، کابینه او ټول امارتي مسولین د افغانستان ټولو نقطو په ځانګړي ډول لرې پرتو سیمو ته د ښوونې او روزنې د پراختیا په موخه د یو غوره معارف رامنځته کولو ته ژمن دي او هر هغه څه چې د اسلامي امارت په توان کې وي د هېواد د اتباعو د ښوونې او روزنې د ودې لپاره به یې ترسره کړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې هیله وښوده، چې ځورېدلی افغانستان د یوه غوره، پرمختللي او د افغانانو ټولو تعلیمي اړتیاوو ته د ځواب ویونکي معارف لرونکی وګرځي او دې موخې ته د رسېدو لپاره د پوهنې وزارت ټولو منسوبینو او استادانو ته د بریالیتوب هیله لرو.
د یادولو ده، چې اوسمهال اسلامي امارت د نږدې ۴۰۰ زره کارمندانو او د ۱۰ میلیونه زده کوونکو په لرلو سره، چې په ۴۴ زره مدرسو او ښوونځیو کې ورته د ۲۵۰ زره استادانو لخوا تدریس کیږي، د هېواد بچیانو ته په خدمت بوخت دی.