ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي: د افغانستان له خاورې به هېچا ته زیان نه رسېږي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ د مشر سهیل محمود په مشرۍ پلاوي او په کابل کې د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کړې.

مولوي امیرخان متقي ویلي، افغانستان او پاکستان دوه وروڼه او ګاونډي هېوادونه دي او ګڼ مشترکات لري، نو ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکه هم پر ښه ګاونډیتوب او هوکړو ولاړه ده.

 د نوموړي په وینا، دا چې ځینې ستونزې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ته زیان رسوي، نو باید د لفظي شخړو او رسنیزو بیانونو پر ځای یې عوامل پیدا شي.

 ښاغلي متقي زیاته کړې؛ اسلامي امارت ډاډ ورکوي، چې د افغانستان له خاورې به هېچا ته زیان نه رسېږي.

سرپرست وزیر ویلي، موږ په تېرو دوو کلونو کې د ګڼو لاسته راوړنو په لړ کې له پاکستان سره د تجارتي روابطو په برخه کې هم زیات پرمختګونه لرلي نو د افغانستان جغرافیایي موقعیت له فرصتونو څخه باید دواړه هېوادونه ګټه واخلي.

سهیل محمود ویلي؛ د اسلامي امارت له راتګ سره په هېواد کې سرتاسري امن، د نشه‌یي توکو پر کښت بندیز او کمښت، د اداري فساد له منځه وړل، اقتصادي چارو ته پاملرنه او داسې نور مثبت پرمختګونه د ستایلو دي.

 نوموړي په پاکستان کې امنیتي پېښو او هلته د امنيتي وضعیت اړوند تشویشونو ته په اشارې سره ویلي، موږ هیله لرو چې شته ستونزې به د هوکړو له لارې حل شي.