بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د افغانستان اسلامي امارت د یوه بشردوستانه اقدام په توګه يو امریکایي اسیر جورج ګلیزمن له بند څخه ازاد کړ.
د یاد وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: “د افغانستان اسلامي امارت د تل په څېر یو ځل بیا په ډاګه کوي، چې د خبرو، تفاهم او دیپلوماسۍ له لارې د ټولو مسایلو د حل لپاره لارې چاري پیدا کېدلای شي او د یاد امریکايي تبعه د خوشې کولو ګام هم د ښه نیت له مخې پورته شو چې دا ښيي ټولو لوریو سره، په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالتونو سره، د متقابل درناوي او ګټو پر بنسټ واقعي تعامل ته چمتو دی.”
بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، دا چې په افغانستان کې جنګ ختم شوی، د داعش په څېر فتنه ګرې ډلې ځپل شوې او له افغانستان څخه هېچا ته خطر نه دی متوجه، دا ښیې چي افغانستان د سیمي او نړۍ په ثبات کي مثبت رول لوبولای شي او هم له نړیوالو سره خپل مسایل په ښه ډول حل کولای شي.
په دې اعلامیه کې د عربي متحده اماراتو او قطر له دوستو دولتونو څخه مننه شوې، چې د افغانستان اسلامي امارت او امریکا متحده ایالتونو تر منځ یې د دې پرمختګ د رامنځته کولو په برخه کې د ښه اسانچاري او د دې قضیې په اواري کې مهم او اغېزناک رول لوبولای دی.