د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر دغه موضوع د کور او ښار جوړولو وزارت له مرستیال مدار علي کریمي بامیاني او د اهل تشیع له مشرانو سره په کتنه کې مطرح کړې.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په دې ناسته کې د اهل تشیع حاضرو مخورو د اسلامي امارت له همکاریو یادونه وکړه او ویلي دي، چې د حکومت لخوا پر وخت د ولس غږ یې اورېدل شوی او د امکان تر حد یې ستونزې حل شوې دي.
د یاد وزارت په وینا، یاد مخورو او علماو د یو لړ موضوعاتو اړوند خپلې سلا مشورې او نظرونه له وزیر سره شریک کړل او همدارنګه په ځینو برخو کې یې د اسلامي امارت د همکارۍ غوښتنه کړې دي.
مولوي عبدالکبیر د کور او ښار جوړولو وزارت د معین په مشرۍ راغلو قومي مخورو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د اسلامي نظام په توګه ولس ته د خدمت مسوولیت لري.
ښاغلي وزیر له اسلامي امارت سره د اهل تشیع علماو او قومي مشرانو له همکاریو په ستاینې سره، د نظام د قوت او یووالي په برخه کې د هغوی له هڅو ملاتړ وکړ.
د ناستې په پای کې، مولوي عبدالکبیر حاضرو علماو او مخورو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.