بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ له ځانګړي استازي اډم بوایلر او افغانستان لپاره د یاد هېواد د پخواني استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي.
بهرنیو چارو وزارت وایي، چې مولوي امیرخان متقي کابل ته د دغه پلاوي راتګ د امریکا او افغانستان د دوهاړخیزه اړیکو برخه کې ښه پرمختګ بللې او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت د خپل متوازن بهرني سیاست په رڼا کې ټولو لوریو سره مثبتې اړیکې غواړي.
ښاغلي متقي دغه راز ویلي، دا مهمه ده، چې افغانستان او امریکا پر دې وتوانېږي چې مسایل د خبرو له لارې حل او د شل کلنې جګړې له اغېزو راووځي او يو بل سره مثبتې سياسي او اقتصادي اړيکې ولري.
ورته مهال د بندیانو په چارو د امریکا استازي افغانستان کې له نشهیي توکو سره د مبارزې او د امنیت ټینګښت ستاینه کړې او د اړیکو رغېدو لپاره یې د خبرو پر دوام ټینګار کړی دی.
بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، چې دې کتنه کې د بندیانو د تبادلې او او امریکا کې افغانانو ته د کونسلي خدمتونو د وړاندې کولو په تړاو هم خبرې شوې.