د ملي دفاع وزارت وایي، چې د ۲۰۱ خالد بن ولید رض قول اردو له ښوونيز مرکز څخه یو زر او ۸۰ تنه ځوان منسوبین له اوومې دورې د دوه نيمو مياشتو بېلابیلو مسلکي، عقیدوي او پوځي زدهکړو څخه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
د یاد وزارت په وینا، دغو مراسمو کې د ۲۰۱ قول اردو قوماندان مولوي عبدالصبور ابودجانه، د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخوند، د قول اردو مرستيال، درستيزوال او د ختیځ زون ګڼ شمېر مسؤلینو د ګډون کړی وه.
د ملي دفاع وزارت زیاته کړې، په دې مراسمو کې، فارغانو د نښه ويشتنې، لاس په لاس جګړې، نظامي تمرينات او پوځي حرکاتو سربېره په بېلابېلو برخو کې نندارې وړاندې کړې.
مسؤلینو فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د اسلامي نظام او شریعت په رڼا کې د جهاد، معسکراتو، ګزمې، جګړهیيز چمتووالي، د الله تعالی په لاره کې د مجاهد ويښ پاتې کېدل، او د اسلامي هېواد له سرحداتو څخه ساتنې د ارزښت په اړه هر اړخیزې ویناوې وکړې.