ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هنر او کلتور مرستیال د قطر د موزیمونو له ریيس سره انلاین ناسته وکړه

‏د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د قطر د موزیمونو له اجرايوي رییس محمد الرمیحي او د اسلامي موزیمونو رییسې شیخه النصر سره په دې هېواد کې د راتلونکي تاریخي آثارو نندارتون په اړه انلاین ناسته وکړه.

‏په دې ناسته کې د قطر د موزیمونو اجرایوي رییس د راتلونکي تاریخي آثارو نندارتون په اړه معلومات وړاندې کړي او غوښتنه یې کړې، چې د تاریخي آثار یوه ټولګه د دې نندارتون لپاره ور وسپارل شي.

نوموړي ویلي، چې موږ به د افغانستان تاریخي آثار د نړیوالو قوانینو او معیارونو سره سم قطر هېواد ته انتقال کړو او ټینګار یې کړی، چې د آثارو ساتنې، امنیت او ترانسپورټ لپاره به دقیق تدابیر ونیول شي.

‏د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د قطر هېواد استازو ته د آثارو د لېږ په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې دا پروژه د افغانستان د فرهنګي میراث ساتنې او نړۍ ته د هغه د ارزښتونو پېژندنه کې مرسته کوي.

دغه‌راز د یاد نندارتون له لارې به افغان تاريخي آثار د نړیوالو کلتوري حلقو سره شریک شي، چې د افغانستان د تاریخي او کلتوري ارزښتونو په برخه کې به نړیواله پاملرنه جلب کړي.

‏ښاغلي عزیزي زیاته کړې، چې د قطر د تاریخي آثارو په نړیوال نندارتون کې د افغانستان د تاریخي اثارو شتون به د سیاحت صنعت ته پرمختګ ورکړي او دا به د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه خلک د افغانستان فرهنګ ته را جذب کړي.