د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو ریاست په هڅو د شانتي رضاکاره ټولنې له لوري د نورستان په مرکز پارون، کانتیوا او واما ولسوالیو کې درې کتابتونونه ترمیم، په یو شمېر تجهيزاتو سمبال او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
په دې مراسمو کې د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي سميع الحق حقبیان د شانتي رضاکاره ټولنې فعالیتونه ستایلي او ویلي یې دي، چې د تېرو شپږو میاشتو په موده کې یې د کتابتونونو د بډاينې، بیارغونې او حرفوي زدهکړو په برخه کې ګټور کارونه کړي دي.
ښاغلي حق بیان زیاته کړې؛ مطالعه د ټولنې د پرمختګ لپاره اساسي ارزښت لري او موږ د هغو بنسټونو ملاتړ ته ژمن یو، چې د مطالعې کلتور ته وده ورکوي.
نوموړي د شانتي رضاکاره ټولنې مسولینو څخه د مننې تر څنګ د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې ده.
د شانتي رضاکاره ټولنې مسول موسی کلیم ویلي، چې زموږ موخه د مطالعې کلتور دود او پراختیا ورکول دي، ترڅو ځوانان او نوی نسل مو د مطالعې له کلتور سره اشنا شې.
نوموړي د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د ښې همغږۍ له امله مننه کړې او ژمنه یې کړې، چې خپلو پروژو کې به نورستان ولایت ته خاصه پاملرنه وکړي.
د اقتصاد ریيس مولوي عبدالرحمن صدر او د ولايت مقام د کارکوونکو چارو امر عبدالله عزام د اطلاعاتو اوکلتور ریاست او شانتي رضاکاره ټولنې هڅې د ستاینې وړ بللې او د دا ډول هڅو د دوام هیله يې کړې ده.
په پای کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د شانتي رضاکاره ټولنې یو شمېر مسولینو ته د دوی د هڅو د قدردانۍ په موخه ستاینلیکونه ورکړل شوي دي.