ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت د کب میاشتې لاسته راوړنې؛ د مېرمنو ۸۴ حقوقي قضیو ته رسېدنه شوې

د مېرمنو حقونو ته رسېدنې برخه:

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د روان ۱۴۰۳ کال د کب په میاشت کې د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو د خوندیتوب او ورکړې ته په ژمنتیا د ۸۴ مېرمنو حقوقي قضیو ته رسېدنه کړې، چې له ډلې یې ۳۲ مېرمنې د میراث او مهر له حقونو څخه برخمنې شوې، د ۲۲ مېرمنو د اجباري نکاح او بدو کې د ورکړې پېښو مخه نیول شوې او ۳۰ نورې له کورني تاوتریخوالي څخه ژغورل شوې دي.

همداراز د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په یاده موده کې د ټولنیز عدالت، یووالي او اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا په برخه کې د خپلو هڅو په دوام د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۷۷ دښمنیو او قومي شخړو مخه نیولې او ښکېلو اړخونو ترمنځ یې سوله کړې ده.

کوډګر:

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د تېر کال کب میاشتې په اوږدو کې د هېواد په کچه د خرافاتو ، غیرې شرعي کړنو او د فساد د مخنیوي په موخه ۱۸ کوډګر نیولي او د نورو څېړنو په موخه یې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.

له سوداګرو سره اصلاحي ناستې:

د امربالمعروف وزارت محتسبینو د یو سالم اقتصادي چاپیریال او په اسلامي ارزښتونو سمبالې راکړې ورکړې درلودلو په موخه د تېر کال کب میاشتې په اوږدو کې په مرکز او ولایتونو کې له سوداګرو سره د نرخونو د کنټرول، احتکار، سود، دوکې او خیانت کولو د مخنیوي په موخه ۲۸ اصلاحي ناستې کړې دي.

د عامه پوهاوي په موخه ناستې:

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په ټولنه کې د معروفاتو د اقامې، منکراتو د مخنیوي، عامه پوهاوي او همغږۍ په موخه د تېر کال کب میاشتې په اوږدو کې له امارتي مسولینو، قومي مخورو، ځوانانو او د یني عالمانو سره ۵۶۰ د اصلاحي ناستې کړې دي.

د شکایتونو اورېدلو برخه:

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د شکایتونو اورېدلو معینیت د تېر کال کب میاشتې په اوږدو کې په فزیکي ډول د عامو ولسونو ۲۸۷ شکایتونه ثبت کړي، چې له ډلې یې ۹۶ شکایتونه په یاد معینیت کې حل او فصل شوي او د شکایت کوونکو قناعت ترلاسه شوی دی، ۲۴ شکایتونه د حل لپاره اړوندو ادارو ته راجع شوي او پاتې نور یې د حل په موخه تر څېړنو لاندې دي.

همداراز په یاده موده کې یې د وړیا ۱۹۱ تلیفونی شمېرې له لارې ۷۶۴ شکایتونه ثبت کړي او شکایت کوونکو ته د شکایت د حل مرجع ورښودل شوې او اړوند ولایت د امر بالمعروف د ریاست شمېره ور کړل شوې ده.

په ټوله کې د کب میاشتې په اوږدو کې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو معینیت له لوري په ټوله ۱۰۶۱ شکایتونه ثبت شوي او په یاده موده کې ۹۶ شکایتونه حل او فصل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د ټلیفوني اړیکو له لارې ثبت شوي ډېری شکایتونو د حل او څېړنو په موخه ولایتي او یا اړوندو څانګو ته راجع شوي دي.