ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې وزیر: د هېواد ابادي په خصوصي سکټور پورې تړلې ده

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د کرنې او مالدارۍ خونې له رییس خان محمد فروتن او یو شمېر سوداګرو سره په لیدنه کړې.

نوموړي په دې کتنه کې ویلي، چې د هېواد ابادي په خصوصي سکټور پورې تړلې ده.

نوموړي زیاته کړې، په هغو هېوادونو کې چې ښه اقتصاد لري، خصوصي سکټور له دولت سره په همغږۍ فعالیت کوي او د اقتصاد د پراختیا لامل کېږي. زموږ سوداګر هم باید د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي، ځکه چې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره ده.

ښاغلي عمري ټینګار کړی، چې که سوداګر پانګې ته اړتیا ولري، موږ د کرنې د پراختيا له صندوق څخه پور ورکوو او که ځمکې ته اړتیا ولري، موږ ورته ځمکه هم ورکوو. د پانګونې او اقتصادي ودې اساسي اصل د خصوصي سکټور فعالیت دی، چې باید پیاوړی شي.

د کرنې او مالدارۍ خونې رییس ویلي، چې د کرنې خونه باید له کرنې وزارت او سوداګرۍ وزارت سره په همغږۍ داخلي او نړیوال سوداګر سره ونښلوي، کورنیو محصولاتو ته بازار موندنه وکړي او کرنې وزارت د کرنیز سکټور ملاتړ وکړي.

په دې لیدنه کې د کرنې وزیر او د کرنې خونې مسولینو د هګیو تولیدي چرګانو، بڼوالۍ پراختیا، سوداګرۍ او صادراتو پیاوړتیا، پانګوالو ته د ځمکې برابرولو، د مېوو او سبزیجاتو د ساتنې لپاره د سړو خونو جوړولو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړي دي.