ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

احمد الشرع له پوتین څخه غوښتي، چې بشار الاسد سوریې ته وسپاري

العربیه خبري شبکې د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د سوریې انتقالي حکومت ولسمشر احمد الشرع په رسمي توګه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه غوښتي، چې بشارالاسد د محاکمې لپاره دمشق ته وسپاري.

له دې وړاندې رویټرز راپور ورکړی و، چې الشرع له روسیې غوښتي، تر څو هغه شتمنۍ بېرته ورکړي چې بشارالاسد روسیې ته د تګ نه مخکې مسکو ته انتقال کړې وې.

څه موده وړاندې د سلواغې پر ۲۴مه د روسیې د دولتي خبري اژانس “ټاس” راپور ورکړی و، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین (چهارشنبه، د سلواغې۲۴مه) د سوریې د انتقالي حکومت له مشر احمد الشرع سره د سوریې د اوسني وضعیت په اړه تلیفوني خبرې کړې دې.

ولادیمیر پوتین ټینګار کړی و، چې روسیه د “سوریې د دولت یووالي، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا” د اصل ملاتړ ته ژمنه ده او د دمشق د ټولنیز او اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لپاره یې د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړی و.

احمد الشرع د روان زېږدیز کال د جولای میاشتې په پای کې په رسمي ډول د سوریې د انتقالي دولت د مشر په توګه وټاکل شو.

هیت تحریر الشام د احمد الشرع په مشري د ۲۰۲۴ کال ډسمبر میاشتې پر ۸مه د سوریې پلازمېنه دمشق ونیو او د اسد رژیم ته یې د پای ټکی کېښود.