د افغانستان تېکوانډو ملي لوبډله د سویلي کوریا په درې نړیوالو سیالیو کې له ګډون وروسته خپل هېواد ته راستنه شوې.
لوبډله کې شپږ لوبغاړي شامل وو، چې د سویلي کوریا په درې بېلابېلو نړیوالو سیالیو کې یې ګډون کړی وو، یادې لوبډلې په دغو سیالیو کې ۱۴ بېلابېل د سرو زرو ، سپینو زرو او برونزو مېډالونه کټلي.
د لوبغاړو له جملې علي اکبر امیري او محسن رضايي ښه ځلېدلي؛ چې علي اکبر امیري په مثبت ۸۷ کیلو وزن کې یو د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مېډال خپل کړی.
همدا راز محسن رضایي بیا په ۵۸ کیلو وزن کې یو د سرو زرو او یو د سپینو زرو مېډالونه له ځان سره خپل هېواد ته راوړي.