د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په تېر ۱۴۰۳ کال کې ۲ میلیونه، ۶۳۴ زره او ۶۰۰ برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي.
په دې پېژندپاڼو کې یو میلیون او نږدې ۹۳۰ زره پر نارینه او څه باندې ۷۰۵ زره پر ښځینهوو وېشل شوې دي.
تېر کال په کابل کې نږدې ۶۶۰ زره، په هرات کې څهباندې ۲۰۰ زره، په کندهار کې ۱۹۰ زره، په بلخ کې نږدې ۱۷۲ زره او په ننګرهار کې څهباندې ۱۱۷ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر له پیله تر اوسه ۱۵ میلیونه او څهباندې ۴۶۸ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
اوس مهال د کابل په ګډون په ټول هېواد کې د اسان خدمت او برېښنايي پېژندپاڼو ۷۳ وېش څانګې او یو ګرځنده ټیم او په متحده عربي اماراتو کې د اسان خدمت یو مرکز فعال دی، چې هره ورځ ښځینه او نارینه غوښتونکو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي.