حافظ انس حقاني د الجزیرې خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې په لوړ پوړو حکومتي چارواکو د امریکا له لوري د لګول شوې جایزې لیرې کول په سیاسي ډګر کې مثبت ګام او لاسته راوړنه ده.
ښاغلي حقاني زیاته کړې: “دا چې د امریکا حکومت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، بل ورور مو عبدالعزیر حقاني او د ترور زوی مو حافظ یحی حقاني پر سر جایزې لغوه کړې، دا په سیاسي برخه کې یو مثبت او مهم ګام دی.”
ښاغلي حقاني د امریکا له دې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي، اوس افغانستان امن او اسلامي امارت د دوحې تړون ته ژمن دی، نور دې عمل او چارې ته اړتیا نه لیدل کېږي.
نوموړي د کورنیو چارو پر وزیر خلیفه سراج الدین حقاني او د اسلامي امارت پر دوو نورو چارواکو د جایزې لغوه کول په سیاسي ډګر کې مثبت ګام ګڼلی او زیاته کړې یې ده، د امریکا پرېکړه څرګندوي چې نوی حکومت یې د افغانستان اوسنی وضعیت درک کړی. افغانستان اوس یو امن هېواد دی او د بل هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی.
حافظ انس حقاني هیله څرګنده کړې، چې دا کار به د افغانستان او امریکا تر منځ بندې دروازې پرانیزي.
د انس حقاني په وینا؛ د کابل له فتحې وړاندې د دوحې په تړون کې هوکړه شوې وه، چې پر یادو کسانو به جایزې لیرې کېږي او دا د یادې هوکړې یوه برخه وه. په ټولو ناستو کې د نورو موضوعاتو تر څنګ په دې موضوع هم بحث کېده، نو له همدې امله دا یو اغیزمن ګام او لویه بریا ده.
د یادونې ده، چې امریکا د افغانستان د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني پر سر ۱۰ میلیونه ډالر او د اسلامي امارت دوو نورو غړو حافظ عبدالعزیز حقاني او حافظ یحیی حقاني پر سر پینځه-پینځه میلیونه ډالر جایزې لغوه کړې دي.