ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د کابل ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل د چارو د پيل پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په درېیمه نېټه د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ د ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل د چارو د پيل پرانیسته وکړه.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د ترانسپورټ او هوايي چلند سرپرست وزیر ملا حمیدالله اخوندزاده، د خصوصي سکټور استازو او د سیمې یوشمېر اوسېدونکو هم حضور درلود.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په هېواد کې د ترانسپورټي زېربنا د پراختیا په برخه کې د ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل جوړول مهم بللي او ویلي یې دي، چې د ترانسپورټي زېربناوو معیاري رغول او پراخول د یو هېواد د اقتصادي ودې، پرمختګ او د داخلي او سیمه‌ییز اتصال لپاره ډېر مهم او بنسټیز ګام ګڼل کېږي.

د ښاغلي ملا برادر په خبره، له بده‌مرغه په هېواد کې د لسیزو جګړو او فساد له امله دې مهمې برخې ته پام نه دی شوی؛ بلکې په دې برخه کې شته زېربنا د ټیټ کیفیت له امله تخریب شوې، عامه ملکیتونه د اشخاصو له لوري غصب او د لویو لارو او سړکونو حریمونه کوچني شوي دي.

ملا عبدالغني برادر اخوند د معیاري ترانسپورټي زېربنا ارزښت ته په اشارې سره ویلي، چې په ترانسپورټي او مواصلاتي زېربناوو کې پانګونه، د غصب شویو عامه ملکیتونو بېرته استرداد، د سړکونو او لارو د اصلي حریم تشخیصول او رغول د افغانستان اسلامي امارت یو له اساسي او مهمو ملي موخو څخه ګڼل کېږي. په همدې موخه دا دی نن د ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل عملي چارې پيلېږي، چې ۴۲ مهم تاسیسات پکې جوړېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د عصر اړتیاوو او امکاناتو ته په کتو نه یوازې د ترانسپورټي زېربناوو د رغولو او پراخولو په برخه کې کلک هوډ لري، بلکې د نورو بنسټیزو ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو په برخه کې هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

په پای کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ټولو هېوادوالو ته د دې مهمې پروژې د پيل مبارکي ویلې او له قراردادي شرکت څخه یې غوښتي، چې په ښه کیفیت یې چارې په ټاکلي وخت کې بشپړې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د کابل ولایت د ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل په شاوخوا ۹۰۰ جریبه ځمکه کې د یو میلیارد او ۲۸۵ میلیونو افغانیو په لګښت جوړېږي او چارې به یې د خصوصي سکټور له لوري په دوو کلونو کې بشپړې شي.

د دغه ترمینل په جوړېدو سره به ترانسپورټي اسانتیاوې زیاتې شي، د انتقال اړوند چارو په چټکتیا او غوره تنظیم کې به مهم رول ولوبوي، ترانسپورټي لګښتونه او ترافیکي ستونزې به کمې او ډېرو هېوادوالو ته به د کار زمینه هم برابره شي.