د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې په تېرو شپږو ورځو کې د امام ابوحنیفه رح له ملي او نړیوال نندارتون څخه له ۳۰ زره زیاتو خلکو ليدنه کړې.
د مسولینو په وینا؛ په دې نندارتون کې د ترکیې، پاکستان، ایران او د چین هېوادونو له پانګوالو او سوداګرو سره هوکړې ته رسیدلي، چې د افغانستان او د یادو هېوادونو ترمنځ ګډ نندارتونونه جوړشي .
له بل لوري په نندارتون کې ګډون کوونکي شرکتونه وايي، چې له دې لارې يې زیاته ګټه ترلاسه کړې او هېوادالو د کورنیو تولیداتو تود هرکلی کړی دی.
دغهراز توانیدلي چې د کورنیو شرکتونو سربېره د نړیوالو موسسو او پانګوالو سره د پلور او پېر تړونونه لاسلیک کړي .
د امام ابو حنیفه ۷ ورځنی ملي او نړیوال نندارتون تېره پنجشنبه د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري پرانستل شو، چې ۶۰۰ کورنیو او بهرنیو کمپنیو او تولیدي کارخونو خپل توکي نندارې ته پکې وړاندې کړي دي.
د يادولو وړه ده، چې دغه نندارتون به نن هم د خلکو پر مخ پرانستی وي.