د پنجشېر خلک د وروسته پاتې اقتصادي حالت څخه د را ایستلو په موخه د اسلامي امارت ولایتي ادارې د وروستیو هڅو په لړ کې د دې ولایت د صنعت او سوداګرۍ ادارې تشکیل د ریاست کچې ته لوړ شوی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري رییس محمد هاشم عمري او د یاد وزارت ستر مشاور خیرالدین عزیزي پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم سره په لیدنه کې ډاډ ورکړی، چې په دې ولایت کې د ولایتي ادارې له لورې د خلکو د سوکالۍ لپاره د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې له روانو هڅو ملاتړ کوي.
د پنجشېر والي په ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له رهبرۍ مننه کړې، چې پنجشیر ته يې پاملرنه کړې او له سوداګریزو فعالیتونو يې ملاتړ کوي.
نوموړي په داسې حال کې د یاد ولایت لپاره د سوداګریز مرکز جوړولو غوښتنه کړې، چې په تېر کې د خلکو پرځان بساینې، کاري بوختیاوو او سوداګریزو فعالیتونو د نه شتون له امله کمزوري اقتصادي حالت کې ژوند کوي.
ځایي اوسېدونکو خوښي ښودلې، چې په قانوني توګه د کانونو پرانستل کېدل، په دولتي ادارو کې د دې ولایت د ځوانانو استخدام، د بېلابېلو سوداګریزو فعالیتونو پیل، د هېواد د نورو ولایتونو سره د پنجشېر د خلکو اړیکې، دې ولایت ته د مشرتابه پاملرنه او سوداګرۍ او پانګونې ته زمینه برابرول به وکولاي شي د دوي کورنی اقتصاد پیاوړی کړي.