د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د ایران لپاره د افغانستان اسلامي امارت له سفير مولوي فضل محمد حقاني سره لیدنه کړې.
په دې کتنه کې د ایران لپاره د افغانستان اسلامي امارت سفير خبرې کړې او د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه يې د رياست الوزرا اداري معاونیت ته راپور ورکړی دی.
نوموړي ویلي، چې د دې سفارت مسولين په مختلفو برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د پراختیا لپاره هڅه کوي او تر اوسه يې ښه نتیجه ورکړې ده.
مولوي فضل محمد حقاني زیاته کړې، دې ته په پام چې په ايران کې ګڼ شمېر افغانان مېشت دي، په ياد هیواد کې قونسلي خدمتونه فعال دي او مېشتو افغانانو ته په ښه ډول خدمتونه وړاندې شوي او ستونزو ته يې رسيدنه شوې ده.
مولوي عبدالسلام حنفي پر دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ په تهران کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت د مسولينو فعاليتونه او کړنې ستايلي.
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي، چې افغانستان او ايران په ديني، تاریخي، فرهنګي او اقتصادي برخو کې لرغونې اړيکې لري او د دې سفارت مسولين يې بايد د لا زياتې پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.
ښاغلي حنفي همداراز په ايران کې د افغانستان اسلامي امارت له مسولینو غوښتي، ترڅو په ياد هيواد کې مېشتو افغانانو ته په ښه ډول د خدمتونو وړاندې کولو لپاره لا زياتې هڅې وکړي.