د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د غزې په خان یونس کې د اسرائیلي یرغلګرو د هوايي برید له امله د حماس د سیاسي دفتر غړی اسماعیل برهوم شهید شوی.
د نوموړي له شهادت یوه ورځ وړاندې د حماس غورځنګ یو بل سیاسي غړی صلاح البردویل له خپلې مېرمنې او ماشوم سره یو ځای په خان یونس کې شهیدان شول.
سربېره پر دې، د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو وحشي بریدونو کې له نن سهار راهیسې لږ تر لږه ۱۶ فلسطینیان شهیدان شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې د شهیدانو شمېر له ۵۰ زره اوښتی، چې دا له جګړې وړاندې د غزې د نفوس ۲.۱ سلنه جوړوي. یانې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو له جګړې وړاندې د اوسېدونکو له ۴۶ کسانو څخه یو یې شهید شوی دی.
د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۵۰ زره او ۲۱ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۱۳ زره او ۲۷۴ نور ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په تېره نومبر میاشت کې ویلي، ارزونې یې ښیي چې د شپږو میاشتو په موده کې د تایید شویو قربانیانو نږدې ۷۰ سلنه یې ښځې او ماشومان وو.
لانسیټ طبي مجلې بیا د جنوري په میاشت کې په یوه خپره شوې څېړنه کې ویلي، په غزه کې د شهیدانو اصلي شمېر ښایي تر هغو شمېرو ۴۱ سلنه لوړ وي، چې د غزې عامې روغتیا وزارت خپرې کړې دي.
د غزې د دولتي رسنیو مرکز هم د شهیدانو شمېر له ۶۱ زره او ۷۰۰ ډېر اټکل کړی او ویلي یې دي، داسې انګېرل کېږي چې تر ویجاړیو او خاورو لاندې ورک زرګونه فلسطینیان هم شهیدان دي.