د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني د توبرکلوز (نري رنځ) ناروغۍ په اړه د پوهاوي غونډې ته ویلي، چې د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، څو په هېواد کې د توبرکلوز ناروغي لهمنځه یوسي.
نوموړي زیاته کړې، چې د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې، هر کال له هر ۱۰۰ زرو کسانو څخه ۱۸۰ تنه د توبرکلوز په ناروغۍ اخته کېږي، چې دا شمېر د افغانستان د نفوسو له مخې شاوخوا ۷۵ زرو کسانو ته رسېږي.
د ښاغلي حقاني په وینا، د عامې روغتیا وزارت په تېر یوه کال کې ۵۱ زره او ۳۱۹ د توبرکلوز ناروغانو درملنه کړې ده.
مولوي عبدالولي حقاني د توبرکلوز کنټرول د عامې روغتیا وزارت له لومړیتوبونو څخه بللی او له کورنیو او نړیوالو شریکانو، همداراز له همکارو بنسټونو څخه یې غوښتي، چې له دغه وزارت سره خپلې همکارۍ لا زیاتې او دا چارې د بشپړې همغږۍ له مخې ترسره کړي.