د افغانستان اهلتشیع قومي مشرانو او ولسي وګړو د یوې غونډې په ترڅ کې ویلي، چې د اسلامي امارت له اوسني نظام څخه بشپړ ملاتړ کوو.
یادو مشرانو په نورو هېوادونو کې غونډو ته په اشارې سره ویلي، چې هېڅوک د اهلتشیع قوم استازولي نهشي کولای. د دوی په وینا، یوازې خلک حق لري چې خپل برخلیک پخپله وټاکي او په اړه یې پرېکړه وکړي.
د کابل ښار په دشت برچې سیمه کې د اهلتشیع علماوو، ځوانانو او قومي مشرانو د اسلامي ارزښتونو د ساتنې او نظام د ملاتړ په غونډه کې د قومونو تر منځ پر یووالي او ورورلۍ ټينګار کړی دی.
هممهاله د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور ویلي، چې اسلامي امارت ټولو قومونو ته له توپیري چلند پرته پر متوازن انکشاف ولاړ خدمات وړاندې کوي او زیاتوي، چې اقتصادي پرمختګ ته هم ژمن دي.
د یادونې وړ ده، چې د اهلتشیع قومي مشرانو او ولسي وګړو تر دې وړاندې هم په نورو ګڼو سیمو کې د اسلامي امارت پر ملاتړ ټينګار کړی او په اوسنۍ ناسته کې ېې هم حکومت ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.