د افغانستان د کارګرانو ټولنې بیا ځلي خپل فعالیت پیل کړ.
د اسلامي امارت مسولینو په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره د کارګرانو رول مهم بللی او ویلي یې دي، چې په هېواد کې د کار قوانینو له مخې به د کارګرانو د ملي ټولنې ستونزو ته په رسیدو سره د کارګرانو له حقوقو څخه ملاتړ وکړي.
دغهراز د کار ګمارونکو او کارکوونکو تر منځ یې د عدالت د تامین او اسانتیاوو برابرولو ژمنه کړې ده.
هممهاله د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال وزګارتیا یوه ستونزه ګڼلې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت په هېواد کې د بېوزلۍ د کمولو لپاره یو لړ پروګرامونه په نظر کې نیولي دي.
له بلې خوا په افغانستان کې د کار نړېوال سازمان مسولینو ویلي، چې فني برخه او د ظرفیت په لوړولو کې همکارۍ ته چمتو دي.
دوی زیاتوي: “د افغانستان لپاره دا یوه ارماني مفکوره نه ده، بلکې یوه علمي او اقتصادي حللاره ده. یوه واقعي ټولنه او د کارګرانو استازی خپلې اندیښنې مطرح او د عادلانه حقوقو لپاره مذاکره کولای شي.”
د یادونې وړ ده، چې په تېره اداره کې د کارګرانو ټولنې فعالیت د دې ټولنې د غړو تر منځ د خپل منځي اختلافاتو له امله درېدلی و.