ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابينې ۱۸مه غونډه؛ د بې‌کيفيته تېلو د واردولو مخنيوي په اړه اقدامات کېږي

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې ۱۸مه غونډه د رییس الوزرا الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ پرون دوشنبه (۱۴۴۶ هجري قمري کال د رمضان المبارک ۲۴مه/ د وري څلورمه) وشوه او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې پکې وشوې.

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه، د هېواد په مهمو اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي مسائلو بحثونه او پریکړې پکې وشوې.

په غونډه کې همدا راز ځینې مسائل ځانګړيو پلاويو ته وسپارل شول، تر څو یې چارې نهایي کړي او راپور يې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

په دې غونډه کې هیواد ته د بې کيفيته تېلو واردولو مخنيوي په اړه د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست مولوي شمس الدین شریعتي په مشرۍ د ټاکل شوي پلاوي وړانديزونه تائيد شول او اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه، تر څو د تطبیق په موخه یې اقدامات ترسره کړي.

همدا راز ټولو اداراتو ته دنده وسپارل شوه، چې په لویو او وړو پروژو کې د خلکو د استخدام په اړه له کار او ټولنیزو چارو وزارت سره همغږي وکړي او هڅه دې وشي، چې د بشري ځواک د استخدام په برخه کې دې په کور د ننه خپلو خلکو ته لومړیتوب ورکړل شي.

د یادونې وړ ده چې د کابینې په یاده غونډه کې پر يو شمېر نورو موضوعات هم بحث وشو او په اړه يې لازم تصاميم ونيول شول.

د کابينې دا غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.