ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې دوه خبریالان شهیدان شوي

د الجزیرې خبری شبکې د راپور له مخې، پرون (دوشنبه، د وري ۴مه) غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله دوه خبریالان شهیدان شوي دي.

حسام شبات، چې د الجزیرې خبریال و، د اسراییلي رژیم له لوري د غزې په بیت لاهیه سیمه کې په شهادت رسېدلی دی.

د راپور له مخې، شبات ۲۳ کاله عمر درلود او مخکې له دې هم د اسرائیلو له لوري په یوه برید کې ژوبل شوی و، خو بیا یې هم د غزې په اړه د خبریالۍ کار ته دوام ورکړ.

محمد منصور، چې د “نن فلسطین” رسنۍ سره یې کار کاوه د خپلې ښځې او زوی سره د اسرائیلي رژیم له لوري د خان یونس په سیمه کې د بریدونو په ترڅ کې شهید شوی دی.

په تېرو دوو ورځو کې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۶۱ نور فلسطینیان شهیدان او ۱۳۴ نور ټپيان شوي دي.

صهیونیستي یرغلګرو په غزه کې خپلو وحشي بریدونو ته دوام ورکړی او یوازې د نن سهار په بریدونو کې یې د ۷ ماشومانو په ګډون ۲۳ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۰ زره او ۸۲ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۱۳ زره او ۴۰۸ نور ټپیان شوي دي.