د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، مصر د حماس اسلامي غورځنګ او صهیونیستي رژیم ترمنځ د اوربند د بیا ټینګښت لپاره نوې طرحه وړاندې کړې.
دغه اژانس د یو مصري چارواکي له قوله ویلي، چې د دې پلان له مخې به حماس د یو امریکایي الاصله اسرائیلي په ګډون ۵ اسرائیلي بندیان او په بدل کې به یې د اسرئیلو اشغالګر رژیم د سلګونو فلسطیني اسیرانو پر خلاصولو سربېره غزې ته د بشري مرستو د ننوتلو او څو اونیو لپاره د جګړې درولو ته غاړه ږدي.
د دغه اژانس د راپو پر اساس حماس اسلامي غورځنګ یادې طرحې ته مثبت ځواب ویلی، خو د اسرائیلو د ځواب په هکله یې بیا څه نه دي ویلي.
اسرائیلي یرغلګرو د اوربند د لومړي پړاو له پای ته رسېدو وروسته یو ځل بیا پر غزه بریدونه پیل کړي او د دویم پړاو خبرې لا هم نه دي پيل شوې.
د صهیونیستي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې یوازې نن سهار لږ تر لږه د ۷ ماشومانو په شمول ۲۳ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۰ زره او ۸۲ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۱۳ زره او ۴۰۸ نور ټپیان شوي دي.