ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په ترکیه کې د لاریونونو دوام؛ اردوغان خپل مخالف ګوند د خلکو په تحریکولو تورن کړی

ترکیه کې له پراخو لاریونونو سره هم‌مهاله د دې هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان خپل مخالف ګوند د خلکو په تحریکولو تورن کړی دی.

ښاغلي اردوغان ویلي، چې دغه لاریونونه اوس په یوه “تاوتریخجن خوځښت” بدل شوي دي.

بلخوا د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي‌کایا ویلي، چې د دې هېواد پولیسو د استانبول د ښاروال اکرم امام‌اوغلو د نیول کېدو پر ضد د لاریونونو په تړاو یو زر او ۱۳۳ کسان نیولي دي.

دا لاریونونه وروسته له هغه زیات شول، چې د استانبول ښاروال اکرم امام اوغلو د “فساد او له ترهرګرۍ سره د مرستې” په تور ونیول شو.

نوموړی څو ورځې وړاندې له هغه ونيول شو، چې ټاکل شوې د جمهوري غوښتونکي ګوند (سي اېچ پي) له خوا ولسمشرۍ ته د نوماند په توګه وټاکل شي.

ښاغلی امام‌اوغلو د یکشنبې په ورځ له بندخونې څخه د ۲۰۲۸ کال د ټاکنو لپاره د ګوند رسمي نوماند اعلان شو.

اکرم امام‌اوغلو، د ترکیې ۲۰۲۸ زېږدیز کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د اردوغان اصلي سیال ګڼل کېږي.